BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:09 گرينويچ 2009 ,16 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند : پيچش

جارديا

په ماشومانو کي د بلغمي پيچش د ناروغۍ يوعمده لامل د جار ديا پارازيت دی چې په ښه نه مينځل شوو ترکاريو او تازه ميوو کې پيدا کيږي .

هغه ماشومان چي د تشناب نه راوځي او خپل لاسونه ، نه مينځي اولاس خولې ته وروړي دا مکروب يې بدن ته ننوځي او د بلغمي پيچش سبب کيږي

د ميدان وردګ ولايت اوسيدونكي، مرجان، وويل چي لس ورځي كېدې چې دوه كلنې لور يې پيچش درلود او هر وخت به يې تبه وه .

ډاكټراميرمحمد جلالي وويل چې په دې ډول ناروغانو كې شديد نس ناستی، چي د كولمو نه يي زګ او بلغم هم راځي، لېدل کيږي.

ددې سربېره تبه ، د خيټي درد ،. تنده ، بي اشتهايي او ضعيفي هم ورسره ملګرې وي.

د ګرديز اوسيدونکې يوې ميرمن، چې دنوم له اخيستلو يې ډډه کوله، وويل چي کله يي ماشومان پيچش شي ، وريجي او مستي ورکوي.

دډاكټرا جلالي په انددې ډول ناروغانو ته كوم ځانګړي پرهيز نشته ، دوی ته ښايي چې ښه او ګټور خواړه وخوري.

لاسونه مينځل
ميوې اوترکاري دې په مالګينواوبو ومينځل شي او دڅښلواوبه دې واېشول شي.

ددې ناروغۍ دمخنيوي لپاره ډاکتران لارښوونه کوي چې دماشوم نوکان دې لويېدوته نه پرېښودل کيږي. ميوې اوترکاري دې په مالګينواوبو ومينځل شي.

دڅښلواوبه دې واېشول شي. د مچانونه د مخنيوي لپاره دې کړکيوته جالي ونيول شي او ځنډني خواړه دې نه خوري.

کلسيم لرونکي خواړهروغتيا او ژوند
په ماشومانو كې د كلسيم كمښت
دماشوم شړېدلروغتيا او ژوند
د ماشوم شړېدل
عمليات شوې ميرمنروغتيا او ژوند
ولادي عمليات
د نو وتلروغتيا او ژوند
د نو وتل
خسمارروغتيا او ژوند
خسمار
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>