روغتيايي كارپوهان د ماشومانود ودي لپاره د ګټورو خوړو ورکول اړين بولي، چې پرو تين ، ويټامين ،كاربوهايدريت او معدني مواد پكې شامل وي. كلسيم هم د معدني موادو له ډلې څخه دي چې په سلو کې 99 برخې په هډوکو او غاښو نو کی او پاتي يوه برخه يی په نور بدن کی وجود لري. په ماشومانوکې دکلسيم د کمښت دنښوپه اړه دکابل داندراګاندي په روغتون کې د کو چنيانو د ناروغيو متخصص ، ډاکتر محمدعارف حسن زی، وويل: " د بدن د هډوکو نازکوالی ، دغاښونو پخپل وخت نه راختل ، دخاورې خوړل ، د لاسونو او پښو کږېدل، دزخم د وينی ژر نه درېدل او د عضلاتو رپېدل دي. د کلسيم د کمښت لاملونه د حاملګۍ په مهال د مور د شکری ناروغي ، ماشوم ته تر 2.5 کلنۍ د مور دشيدو په ځاي د غوا يا پوډري شيدي وركول او نور دي."  | | | د بدن دکلسيم دپوره کولو لپاره دې دسبزيجاتو، غوښې ، لبنياتو او حبو باتوګټه واخيستل شي. |
د ننګرهار د خوګيانو اوسيدونكي، محمد نصير ، زوي د اوو كلنو دی خو ټول بدن يي رپيږي او په لار نشي تللي. ډاکترانو ورته ويلي چې کلسيم يې کم دي. داسې ماشومانوته بايد هره ورځ لمر ورکړل شي او د شپږو مياشتو د زيات عمر ماشوم ته د مور دشيدو ترڅنګ بايد نور خواړه هم ورکړل شي. د بدن دکلسيم د پوره کولو لپاره دې له شيدو، مستو ، چكې ، هګيو، سبزيجاتو، مېوې، غوښې، لوبيا، نخودو او نورو خوړو کار واخيستل شي. |