BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:04 گرينويچ 2009 ,27 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند : پوليو

دماشومانوګوزڼ

ګوزڼ د ساري ناروغيو له ډلې څخه دی چي د پوليو د وايرس پوسيله ماشوم ته ليږدي او په هميشني ډول يې فلجوي.

د كابل د اندراګاندي په روغتون کې دماشومانودڅانګې متخصص، ډاكټر عبدالغفار کوټوال وايي:

"که چېرې په يوه سيمه کې کوم ماشوم پدې ناروغۍ اخته شي، تر ٢ مياشتويې مکروب په بدن کې فعال پاتې کيږي.

د ګوزڼ ويرس بدن ته تر ننوتلو وروسته له ٧ تر ٨ ورځو پټ پاتې کيږي ، بيا سخته او يا هم کمزوري تبه پيدا اود ماشوم يوه پښه له فعاليت نه لويږي .

دا مکروب د ناړو اوغايطه موادوله لارې دروغ ماشوم وجود ته لېږدي او هغه هم پدې نار و غۍ اخته کوي.

ددې ناروغۍ لامل د ماشومتوب ددورې د واکسين نه تطبيقول دي چې تر څنګ يې ما شوم په يو شمېرنورو ناروغيوهم اخته کيږي."

دافغانستان دعامي روغتيا وزارت د مالوماتوله مخې سږکال تردې دمه دکندهار او هلمندپه ولايتونوکې دګوزڼ ٦ پېښې ثبت شوي دي.

دپوليوڅاڅکي
د ګوزڼ وايرس پدې ناروغۍ داخته ماشوم په وجود کې تر 2 مياشتو فعال پاتې کيږي.

ددې پېښې لامل په يادو سيموکې نا امني بلل شوې، ځکه دګوزڼ دواکسين دتطبيق ټيمونه ندي توانيدلي هغو سيموته سفر وکړي.

ددې ناروغۍ څخه د ژغورنۍ يواځينۍ لار، دماشومتوب ددورې دواکسين تطبيق کول دي.

جاردياروغتيا او ژوند
پيچش
کلسيم لرونکي خواړهروغتيا او ژوند
په ماشومانو كې د كلسيم كمښت
دماشوم شړېدلروغتيا او ژوند
د ماشوم شړېدل
عمليات شوې ميرمنروغتيا او ژوند
ولادي عمليات
د نو وتلروغتيا او ژوند
د نو وتل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>