BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:27 گرينويچ 2009 ,08 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د خوګانو والګی

دخوگانووالگی

د خوګانو والګی يوه ساري ناروغي ده چي انسان ته تبه ،د هډوكو درد ، ټوخی او ځينې نوری روغتيايي ستونزې پيدا او هغه دمرګ له ګواښ سره مخ کوي.

د دې ناروغۍ دقيق لامل ندی څرګند ، ځكه هغه ويروس ،چې په انسانانو كې يې دا ناروغي رامنځته كړې ، په خوګانو كې ندی تشخيص شوی .

دلومړي ځل لپاره د مكسيكو په هېواد كې هغه خلك پدې ناروغۍ اخته شول چې د خو ګانو په فارمونو كي يې كاركاوه اوډېرژرنوروهېوادونوته خپره شوه.

د كابل په ابن سينا روغتون كې ډاكټر، محمد نعيم همدرد ددې ناروغۍ دچټکې خپرېدا دلاملونو په اړه وويل:

"ددې ناروغۍ وايرس په ډيرې اسانۍ، په مستقيم تماس يا غير مستقيم ډول ،له يوه انسان نه بل ته لېږدي.

دا وايرس څلريشت ساعته مخكی لدې چي دانسان په وجودکې يې نښی پيدا شي او ٧ ورځې وروسته له هغې چي ناروغ ښه شي ، نوروکسانوته لېږدي."

دعامې روغتيا وزارت د زكام د مخنيوي د برخي مرستيال، ډاكټرنجيب اسدي په افغا نستان کې ددې ناروغۍ نه دمخنيوي په اړه وويل:

"د كابل هوايي ډګر ته مويو ډول مايع لېږلې ده چې مسافرين خپل لاسونه پرې مينځي اوپدې وايرس مشکوک کسان دموظفوکسانولخوا معاينه کيږي.

ډاکترنجيب اسدي
د خوګانوله والګي نه دخونديتوب لپاره هميشه خپل لاسونه په پاکواوبو اوصابون ومينځئ.

ددې ترڅنک مو دهېوادټولو ځمكنيو سرحدونو ته هم محافظتي وسايل استولي ، خو تراوسه پدې ناروغۍ اخته کس ندی ثبت شوی."

ددې لپاره چې له دې ناروغۍ په امان کې واوسئ،له خولې، پزې او سترګوسره تر تماس مخکې خپل لاسونه په پاکواوبو اوصابون ومينځئ.

 واکسين روغتيا او ژوند
واکسين
پوليوروغتيا او ژوند
دماشومانوګوزڼ
جاردياروغتيا او ژوند
پيچش
کلسيم لرونکي خواړهروغتيا او ژوند
په ماشومانو كې د كلسيم كمښت
دماشوم شړېدلروغتيا او ژوند
د ماشوم شړېدل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>