د اولادونو د زېږون تر منځ واټن ساتل د مور او ماشوم د پياوړتيا سبب او پرله پسې زېږون هغوی دواړوته زيان رسوي. د ملګرو ملتونو ټولنې د وينا پر بنسټ افغانستان د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې له کبله په دويمه درجه کې ځای لري. کال په کال ماشوم زېږول ميندې کمزورې ،کم خونې او د زړه ستونزې ورته پيدا کوي او ماشومان يې، هم له فکري او هم له جسمي اړخه، کمزوري وي. د كابل په ملالۍ زېږنتون كې يوې ميرمن ته كال په كال زيږون کمزوري اود ملادرد پيدا کړی او شيدي يې هم وركې شوې دي. په كابل كې د امام ابوحنيفه د جامع جومات خطيب، مولوي بركت، دقرآن کريم په حواله وايي چې مور بايدپوره دوه كاله خپل ماشوم ته شيدې وركړي. په كابل كې د افغان روغتون ډاكټره، فريده نيازۍ، د ماشوم دپرله پسې زېږون د مخنيوي لپاره څلور لاري بيانوي: "د حاملګۍ ضد ګوليو خوړل،پيچكاري كول ، د لوپ څخه ګټه اخيستل اودکاندوم( پوښ) استعمالول."  | | | د الهي لارښوونوله مخې مور بايدپوره دوه كاله خپل ماشوم ته شيدې وركړي. |
د كابل يوې اوسيدونكې، چې د زېږون د مخنيوي لپاره يې د پوښ نه ګټه اخيستې، وويل چې دې کار ورته هېڅ ډول زيان نه دی رسولی. که ميندې داولادونود زېږون ترمنځ واټن په پام کې ونيسي ، هم به مور اوهم به يې ماشوم د ښې روغتيا څښتن و اوسي. |