BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:55 گرينويچ 2009 ,21 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: په موټر كې زړه بدوالی

تازه مېوې

د انسان په عصبي سيستم كې د اورېدلو او لېدلو مركز د ځمكې له جاذبې قوې سره د انسان توازن په يوه حالت كې ساتي.

کله چې په دغه توازن کې ستونزه رامنځته شي ، دځينوخلکو دزړه بدوالي لامل کيږي. دکابل د ابن سيناروغتون ډاکترمحمدرحمن رحيمي وايی:

"دسفرپه مهال په موټر کې کانګې کول دبدن داوبودکموالي اودوينې دفشار دټيټوالي لامل کيږي او کيدای شي انسان دشوک له حالت سره هم مخ کړي."

ددې کار لامل ځينې خلك د تيلو بوی او د سګرټو لوګی بولي. د كابل په ميوند رو غتو ن كې ډاكټره، انجيلا آرين ، وايي :

" په موټر كي د ازادې هوا نشتوالی او په خامه سړک د موټروتګ هم دا ستونزه پيداکولای شي."

د ننګرهار ولايت اوسيدونكی، شيرخان ،په موټر كې د كانګو د مخنيوي په خاطر خپلو ماشومانو ته يوه يوه کاچوغه پطرول ورکوي.

ډاكټران د تېلو خوړل په كلكه ردوي او وايي چې تيل كيمياوي مواد دي ، د انسان پر سږو، معده ، ځيګر، كولمو او د ماغ بده اغېزه لري.

ډاکترمحمد رحمن رحيمي
دسفرپه مهال کانګې کول دبدن داوبودکموالي اودوينې دفشار دټيټوالي لامل کيږي

ډاكټره آرين وايي چې داسې کسان دې د موټر نه ليرې ځای ته ګوري، هڅه دې وكړي چې ويده شي اويا دې دډاکترپه مشوره دوا واخلي.

د سفر په مهال مناسب خوراك ، له ځان سره دتازه ميوې ، اوبو، ليمو او ژاولو درلودل تر ډېره بريده ددې ستونزې په كموالي كې مرسته کوي.

جاغورروغتيا اور ژوند
جاغور
دخوگانووالگیروغتيا او ژوند
د خوګانو والګی
 واکسين روغتيا او ژوند
واکسين
پوليوروغتيا او ژوند
دماشومانوګوزڼ
جاردياروغتيا او ژوند
پيچش
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>