BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:09 گرينويچ 2009 ,26 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: مرداردانې

 مرداردانې

د روغتيايي کارپوهانو په وينا مردار دانې يوه مکروبي او ساري ناروغي ده چي د غټانو په پرتله په ماشومانو ډېرې راخيژي .

دمردار دانې مکروب د يوه كس څخه بل کس ته په ډېرې اسانۍ دمخامخ يا غير مستقيم تماس په وسيله لېږدي .

د شمالي داوسيدونكي، سورګل ، په زوی مردار دانې راختلي وې ، اوبه يې كولې ، په لومړي سرکې څو دانې وې خو وروسته يې د هغه ټول بدن ونيو.

د خوست يوې مېرمنې وويل چې په کوچنۍ لور يې مردار دانې راختلي ، اشتها نلري ، تبه لري اودانې يې خارښت کوي .

د كابل ولايت اوسيدونكي، فريدون وويل چې دکورتر څنګ يې داوبوډنډ دی چې هر ډول خاورې خځلې پکې وي.

له دې ډنډ څخه سپي اونور څاروي هم ګټه اخلي اوماشومان هم پکې لامبي چې په زياترويې مردار دانې راخيږي.

 مرداردانې
د مرداردانې مکروب په ډېرې آسانې له يوه کس څخه بل کس ته لېږدي.

د كابل په ميوند روغتون كې د جلدې برخې ډاكټر عبدالغفار همدرد دماشومانو په بدن دمردار دانو د راختلو د لاملونو په اړه وويل:

"په ولاړو اوبو کې لامبل ،په نا پاکه ځايونوکې لوبې کول او ماشې دا ناروغي پيدا کوي. ددې ناروغۍ مکروب په اسانۍ روغوماشومانوته ليږدي."

اميدواري اودوينې لوړفشارروغتيا او ژوند
اميدواري اود وينې لوړ فشار
فستولاروغتيا او ژوند
فستولا او رواني ستونزې
فستولاروغتيا او ژوند
د متيازو بېواکي
دزېږون ترمنځ واټنروغتيا او ژوند
د زېږون تر منځ واټن
په موټرکې زړه بدوالیروغتيا او ژوند
په موټر كې زړه بدوالی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>