په امېدوارو مېرمنو كې دوينې د فشارد لوړېدوله لاملونوڅخه ډاكټران يوهم د پښتورګو ناروغي اوپه پرله پسې توګه ماشوم زېږول ګڼي. يوې ميرمني ته د امېدوارۍ داتمې مياشتې په پای كې د لاسونو، پښو او مخ پړسوب پيدا شو چې ډاكټرانو يې لامل دوينې لوړ فشار وښود. مريم يوه داسې ميرمن ده چې د وينې دلوړ فشار له امله په ماشوم عمليات شوه.د ملالۍ روغتون د نسايي ولادي برخې ډاکټرې نيلوفر سلطاني وويل: "په امېدوارو مېرمنو كې دوينې د لوړ فشار نښې د لاسونو او پښو پړسوب ، سخته سردردي او د تشو متيازو كمښت ښودل شوی دی." دعزيزې په نوم يوې ميرمنې وويل چې د امېدوارۍ تر دريمې مياشتي وروسته يې فشار لوړېده خو دې به کنترولاوه چې په پايله کې ماشوم روغ رمټ وزېږېد.  | | | داميدواروميرمنودوينې دفشارد لوړېدويولامل په پرله پسې توګه ماشوم زېږول ګڼل کيږي. |
هغه مېرمنې چې د امېدوارۍ پر مهال يې فشار لوړيږي، بايددمعالج ډاکتر ترڅارنې لاندې واوسي چې دې اوماشوم ته يې زيان پېښ نه شي. داسې مېرمنو ته ښايي چې غوړي اومالګه کمه استعمال کړي اوترڅنګ يې له غوښې، هګيو، شېدو او مستو ډېره ګټه واخلي. |