ايدز يوه وژونکې ناروغي ده ، چې له امله يې هر كال په نړۍ كې نږدې درې ميليونه کسان خپل ژوند له لاسه وركوي . دايډز وايرس د لومړي ځل لپاره په (1981) کال کې په امريکا کې و پېژندل شو چې نن ورځ په نړۍ کې نږدې (42) ميليونه کسان پرې اخته دي . د افغانستان د عامي روغتيا دوزارت د شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې نږدې (3000) کسان د(HIV ) وايرس لري. کله چې دايدز د ناروغۍ وايرس د انسان بدن ته ننوځي ، د بدن د پياوړ تيا ځواک له مينځه وړي چې دزکام په څېرناروغۍ يې هم دمړينې سبب کيږي. د هرات يو اوسيدونكی ، چې د نوم له اخيستلو يې ډډه كوله، وويل چې دهيرويينوله ګډې ستنې ورته دايډزوايرس ورغلی دی. هغه اوس له شرمه له خپلې کورنۍ او ټولنې سره مخ کيدای نه شي. په افغانستان کې ډيری داډول پېښې په نشه يي توکو روږدوکسانوکې ثبت شوي . همدا رنګه د موردشيدو له لارې ماشوم ته او دناوړه جنسي اړيکوله لاري هم دا ناروغي لېږدي.  | | | په افغانستان کې نږدې (3000) کسان د(HIV ) وايرس لري. |
د هرات ولايت يو بل اوسيدونكي وويل چې په ايران كې د يوې نجلې سره د ناوړواړيكو د لرلو له امله دايډز په ناروغۍ اخته شوی دی. د کابل په انتاني روغتون کې ډاكټر محمد زبير هاروني وويل چې د (HIV ) په وايرس شکمن کسان دې پرته له ځنډه دکتنې لپاره روغتيايي مرکز ته ورشي. د(HIV ) وايرس دنوروسره دګډخوراک، اغوستلو،کېناستلواوله ګډولوښوڅخه په ګټې اخيستلوله ناروغ څخه روغ کس ته نه لېږدي. |