د افغانستان د روغتيا وزارت وايي چې سږكال تردې دمه( ٢٢ ) ماشومان ، چې ډيری يې د کندهار او هلمند دي ، د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي دي. پدې ناروغۍ د پنځو کالو څخه دکم عمر لرونکي هغه ماشومان ډېراخته کيږي چې د ما شومتوب ددورې واکسين يې نه وي تطبيق کړي. د کندهار اوسيدونكې چې ، يوولس مياشتنی ماشوم يې د ګوزڼ په ناروغۍاخته شو ی،داسې وويل : "تر دې دمه مو خپلې ماشومې ته هيڅ ډول واكسين ندي كړي ، ځكه له خپلونارينه وو مو وېره درلودله. لومړی مې په لور سخته تبه راغله او ورپسې يې يوه پښه او يو لاس شل شو اوس يې هيڅ په چاره نه پوهيږو. " د افغانستان د عامي روغتيا په وزارت كي د وقايوي طب رييس، ډاكټر محمد توفيق مشعل، وويل:
 | | | دګوزڼ ناروغي درملنه نلري خود مخنيوي اسانه لاره يي په بشپړ ډول د وا كسين تطبيق كول دي. |
" كه كوم ماشوم ته ټول واكسينونه په مكمل ډول تطبيق نه شي د ګوزڼ دناروغۍ تر څنګ په نورو راز راز ناروغيو هم اخته کيږي. د ګوزڼ دناروغۍ وايرس دخوړو اوڅښاک داوبو له لارې روغ ماشوم ته لېږدي. لازمه ده چې دماشوم خوړو اوڅښاک ته ځانګړې پاملرنه وشي. د ګوزڼ ناروغي درملنه نلري او د مخنيوي تر ټولو ارزانه ، اسانه او اساسي لاره يي په بشپړ ډول د واكسين تطبيق كول دي. |