BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:55 گرينويچ 2009 ,04 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: ملاريا

 دملارياناروغي

ملاريا يوه پارازيتي ناروغي ده چې دانافيل په نامه دښځينه ماشې پواسطه پدې ناروغۍ له اخته کس څخه روغ کس ته لېږدي.

كله چې د ملاريا پارازيت د انسان بدن ته ننوځي، د وينې له لارې ځيګر ته ځي او هلته د خپل ژوند يوه برخه تېروي .

وروسته له يوې مودې بير ته وينې ته ځي او په سرو كروياتو بريد كوي ، چې پدې وخت كې د ملاريا ناروغي مينځ ته راځي.

داچې د ملاريا ماشې چېرې پيدا کيږي، د كابل د انتاني روغتون ډاكټر، محمد عابد وويل:

" د ملاريا ماشې په ډنډونو او ډېرانونو كې ژوند کوي. کله چې دا ماشې انسان وچيچي، تبه کوي، بدن يې خوله كيږي او بې اشتها هم وي."

د ننګرهار د شېرزادو اوسيدونکی ميرويس دملاريا ناروغۍ پرمهال اغزه کی، شمه کی ، مستياره او ترخه ټکوي او خوري يې .

ډاکتران پدې ناروغۍ اخته کسانو ته لارښوونه کوي چې پخپل سر دوا ونه خوري بلکې د ډاکټر له لارښونې سره سم دې دوا وخوړل شي.

دملاريا غوماشه
دملاريا پارازيت د وينې له لارې ځيګر ته ځي او هلته د خپل ژوند يوه برخه تېروي.

دملارياد ناروغۍ د مخنيوي لپاره بايد پدې ناروغۍ داخته كس ژر درملنه وشي، ډيرانونه اودخوسا اوبو ډنډونه دې له مينځه يووړل شي.

همدا راز د كوټو كړكيو ته جالي نېول او د خوب پرمهال له ځانګړو پشه خانو څخه ګټه اخيستل ددې ناروغۍ په مخنيوي کې ګټور دي.

په ماشومانو کې د شکرې ناروغيروغتيا او ژوند
په ماشومانو کې د شکرې ناروغي
خپګان او بېخوبيروغتيا او ژوند
خپګان او بېخوبي
ايډزروغتيا او ژوند
ايدز
سره کړي خواړهروغتيا او ژوند
سره کړي خواړه
خوراكي مسموميت روغتيااو ژوند
خوراکي مسموميت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>