BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:22 گرينويچ 2009 ,17 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: محرقه

محرقه
پرله پسې تبه ،د ځان درد، بې اشتهايي،کمزوري او کله ناکله اسهال دمحرقې نښې ګڼل کيږي.
محرقه يو ډول ساري ناروغي ده چي ځيني خلک يې غټه تبه هم بولي.ددې نارو غۍ وايرس زياتره په کنارابونو او د څارويو په فاضله موادو کې وي .

دا وايرس په اسانۍ سره د کګړو لاسونو يا نا پاکه خوړو له لارې د انسان وجود ته ننوځي .

دحليمې په نوم يوې ميرمنې وويل چې محرقه ده ، هميشه يې تبه وي او ډېره يې کمزورې کړې ده،خو په لامل يې نه پوهيږي.

ډاکتران وايي که د محرقې په لومړيو پړاوونو کې درملنه ونه شي، ناروغ د دوامدارې تبې له امله کمزوری کيږي او ان د کوما حالت ته هم رسيدای شي.

د کابل په اندرا ګاندي روغتون کې ډاکټر نصير همت دوامداره تبه ،د ځان درد ، بې اشتهايي ، کمزوري اوکله ناکله اسهال دمحرقې نښې وګڼلې.

خانم ګل د پروان اوسيدونکې،چې لوريې محرقه درلوده، سپغول ، د کشمالي تخم ، کاسني ، هندواڼه او د ميوې اوبه ورکړې، خو ورسره ښه نه شوه.

ډاکټران داسې ناروغانوته دګټورو خوړو او مېوې د ورکولو ترڅنګ، روغتيايي مرکزونوته دهغوئ په تګ ټينګار کوي.

داروګان
دمحرقې ناروغ ته دې پخپل سر دوا نه ورکول کيږي بلکې روغتيايي مرکز ته دې ورسول شي.

ددې ناروغۍ د مخنيوي لپاره کناراب بايد د اوبو د څاه څخه ليرې جوړ شي او د څارويو سره د تماس په صورت کې دې لاسونه په صابون پرېمينځل شي .

ميوې او سابه مخکې له خوړلو څخه بايد په پاکو اوبو پريمينځل شي اود ناروغ دخوړو لوښي دې د کور د نورو غړوڅخه بېل شي .

پوليوروغتيا او ژوند
د ګوزڼ ناروغي
دملارياغوماشه روغتيا او ژوند
ملاريا
په ماشومانو کې د شکرې ناروغيروغتيا او ژوند
په ماشومانو کې د شکرې ناروغي
خپګان او بېخوبيروغتيا او ژوند
خپګان او بېخوبي
ايډزروغتيا او ژوند
ايدز
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>