 | | | تور ژېړی پدې ناروغۍ له اخته مور څخه د زيږون پرمهال کيدای شي ماشوم ته هم ولېږدي. . |
تور ژيړی د ځيګر يوه خطرناكه ناروغي ده چې که ژريې درملنه ونه شي، دانسان دمړينې سبب هم کيدای شي. د كابل د انتاني روغتون دمسوولينوپه وينا د روان كال له پيل څخه تراوسه (٧٣٦) د تور ژيړي ناروغان دې روغتون ته د درملنې لپاره ورغلي دي . له دې ډلې څلورو تنو يې په روغتون كې ساه وركړېده. دې ناروغۍ ته ځکه تورژېړی وايي چې په وروستيوپړاوونوکې دناروغ پوستکی توريږي دهمدې روغتون يوتن ډاكټر عبدالله شاهد د تور ژيړي لامل يو ډول وايرس وګاڼه، چې د ککړې پيچکارۍاو د ږيرې له چړې لېږدي. ددې ترڅنګ د ناروغ کس د غاښونوله برس څخه ګټه اخيستل ، له جنسي اړيکو او له اخته مور څخه د زيږون پرمهال کيدای شي ماشوم ته ولېږدي. ډاکټران وايي چې تور ژيړی ناروغ ته له لاس وركولو، يو ځاي ډوډۍخوړلو او ناستې پاستې له لارې روغ انسان ته نه لېږدي.  | | | دروان كال له پيل څخه تراوسه (٧٣٦) د تور ژيړي ناروغان دکابل دانتاني روغتون ته ورغلي دي . |
تور او عادي ژيړی سره ورته نښې نښانې لري خو په يو شمېر خلكو كې ددې ناروغۍ هيڅ نښې نه تر سترګو كيږي. بې اشتهايي، ډېرې ګانګې،د نس درد،د بدن کمزورتيا اود سترګو او رنګ ژيړوالی ددې ناروغۍ غټې نښې دي. د تور ژيړي ناروغ دې دڅارويو غوړ نه خوري ،قوي خواړه او ميوې خوړل ډېر ګټور تماميږي او له کورنۍ درملنې دې په کلکه مخنيوی وشي. |