دډاکټرانو په وينا مخدره مواد د انسان په ټول بدن،په ځانګړي توګه په مغز،ناوړه اغيزلري اوکاروونکو ته يې جسمي او رواني ناروغي پيدا کوي . نصير احمد، دكابل اوسيدونكى ديارلس كاله كيږي چې په هيرويينو روږدى دى . هغه بې حوصلې اواعصاب يې له لاسه وركړي دي . ډاكټران وايي چې نشه يي توکي ، عصبي تمرکز له مينځه وړي چې له امله يې روږدى کس د يخنۍ ، ګرمۍ، پاک او ناپاک ځاى پروا نلري. د کابل د نجات سنتر يو تن ډاکټر واحدالله کوشان وويل چې ترياک او هيرويين په ځيګر، معده او سږو هم بد اثر لري او د وينې د کمښت لامل کيږي. داچې څو روږدي کسان ديوه سرنج له لارې هيرويين پيچکاري کوي، په ډول ډول ساري ناروغيو لکه تور ژيړى او ايډز اخته کيداى شي.  | | | نشه يي توکي په مغزناوړه اغيزلري اوکاروونکو ته يې جسمي او رواني ناروغي پيدا کوي. |
روغتيايي کارپوهان وايي چې د روږدوکسانو په بشپړ ډول درملنه کيږي.داسې کسانو ته دې په بده سترګه نه کتل کيږي. په نشه يي توکوروږدي کسان دې د درملنې لپاره روغتيايي مرکزته ورسول شي، ځکه چې دم ګړۍ دافغانستان په ډېرى ولايتونوکې دداسې ناروغيولپاره دوړيادرملنې مرکزونه جوړشوي دي. |