ويټامينونه هغه ګټور مواد دي چې په بيلا بيلو خوړو او ميوو کې مو جود دي او د انسان د بدن لپاره ډېر اړين ګڼل کيږي . له دې ويټامينونوڅخه يو هم دسي (C) ويټامين دي چې دناروغيوپه وړاندې دبدن د مقاو مت په لوړېدو او د پوستكي په شفاف ساتلو كې مهمه ونډه لري . دا ويټامين ديوشمېرنورو ويټامينونوپه څېر په اوبوکې منحل دي. په بدن کې دسي ويټامين کمښت يوشمېرروغتيايي ستونزې هم رامنځته کوي. د کابل د شکردرې يوې اوسيدونکې وويل چې هميشه يې ورۍ وينې کيږي او ټپونه پکې پيدا کيږي. د کابل په ميوند روغتون کې ډاکټرې انجيلا دشونډو او وريود ټپونو لامل ، په بدن کې دسي دويټامين کمښت وښود.  | | | د (C) ويټامين دبدن د مقاو مت په لوړېدو او د پوستكي په شفاف ساتلو كې مهمه ونډه لري. |
دسي ويټامين په بدن كې پخپله نه جوړ يږي، له همدې کبله اړينه ده چې دا ويټامين دبېلابېلوخوړو څخه ترلاسه شي. د سي ويټامين په ترکاريو، تازه ميوو، په ځانګړې ډول په ليمو، كينو ، نارنج او مالټو كې په پوره کچه موجود دي. |