 | | | که سکاره په بشپړ ډول په انګار وانه وړي ، د کاربن مونواکسايد زهر جن ګاز توليدوي. |
د سړو سيمو ډېری اوسيدونکي دژمي په موسم کې دکورونو دګرمولو لپاره د سون له بېلابېلو موادو لکه لرګيو، دډبرو سکرو او ګازڅخه کار اخلي. که چېرې د سون له دې موادو څخه په سمه توګه کار وانه خيستل شي ، ډول ډول خطرونه هم رامنځته کوي چې يو يې هم د سکرو نيول دي . ډاکټران وايي که چيرې د صندلۍ لپاره د ډبرو سکاره په بشپړ ډول په انګار وانه وړي ، د کاربن مونواکسايد زهر جن ګاز توليدوي. دا ګاز بدن ته د اکسيجن د رسيدو مخنيوی کوي چې انسان دمرګ ترپولي رسوي.د کابل په اندراګاندي روغتون کې ډاکټر محمد عارف حسن زي وويل:  |  سکرونيولی کس بايدژر ترژره روغتون ته ولېږدول شي.  |
" د ډبروسکرو د مسموميت نښې د سردرد، د بدن سستوالی ، زړه بدی، بې حالي او ان د کوما حالت ته تلل دي." يو شمير کورنۍ داسې ناروغ ته د ليمو او يا نارنج اوبه ورکوي، خو ډاکټر ان آزادې هوا او روغتون ته د ناروغ رسول اړين بولي. |