BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:05 گرينويچ 2010 ,16 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند : تر ولادت وروسته خواړه

ترولادت وروسته دمناسبو خوړوارزښت
دماشوم ترزېږون وروسته مورته ښايي چې له هر ډول ميوې، ترکارۍ او غوښې څخه ګټه واخلي."
دماشوم تر زېږون وروسته که چېرې دمېندو خوراک ته سمه پاملرنه ونه شي، هغوئ له راز راز روغتيايي ستونزو سره مخ کيږي.

د اميدوارۍ په مهال ميرمنې د خپل بدن ذخيره شوي ويټامينونه له لاسه ورکوي ځکه چې له همدې موادوڅخه تر (٩) مياشتو پورې په خپل نس کې ماشوم تغذيه کوي.

جنت بي بي دکابل ښار اوسيدونکې ته دماشوم ترزېږون وروسته سم خواړه نه وو رسيدلي، اوس يې وينه کمه او خپله هم کمزورې شوېده.

يو شمېر ميرمنې تر ولادت وروسته ترڅلوېښتوورځو له ځينوخوراکي توکو پرهېز کوي خوروغتيايي کارپوهان دهغوئ داکار زيان راوړونکی بولي.

د افغانستان د عامې روغتيا په وزارت کې ډاکټرې کوثر وويل:

"تر زېږون وروسته د ډاکټر له مشورې پرته هيڅ ډول پرهېز بايد ونشي، مورته ښايي چې له هر ډول مېوې، ترکارۍ او غوښې څخه ګټه واخلي."

ترولادت وروسته دخوړو ارزښت
روغتيايي کارپوهان دماشوم تر زېږون وروسته له خوراکي توکو دمېندو پرهېز کول بې ځايه ګڼي.

د روشن ګل په نوم يوې بلې ميرمنې وويل چې دماشوم تر زېږون وروسته دچرګ ديخنۍ ترڅنګ ترکاري او پاخه سبزيجات هم خوري.

د ماشوم تر زېږون وروسته ميندوته نه ښايي چې دحيواني غوړيوڅخه کار واخلي ،ځکه حيواني غوړي کولسترول زيات او دوينې لوړفشار پيدا کوي.

د اميدوارۍ په مهال مناسب خواړه روغتيا او ژوند
د اميدوارۍ په مهال مناسب خواړه
سکرونيولروغتيا او ژوند
د سکرونيول
په ماشوم د تاوتريخوالي رواني پايلې روغتيا او ژوند
په ماشوم د تاوتر يخوالي رواني پايلې
دسرکوزي والګى روغتيا او ژوند
دسرکوزي والګى
معتادينو درملنهروغتيا او ژوند
دمعتادينودرملنه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>