 | | | که د ستوني د التهاب په مناسب وخت درملنه ونشي، ناروغ ته تنفسي ستونزې هم پيدا کوي |
دانسانانو په خوله اويا په چاپېريال کې شته مکروبونه کله ناکله د انسان دستوني د درد لامل اودنه پاملرنې په صورت کې هغه التهابي شي. د کابل د پغمان يوې اوسېدونکې چې دستوني په التهاب اخته ده وويل چې وچ ټوخى او تبه لري اودناړود تېرولو په مهال يې ستونى درد کوي. د کابل په انتاني روغتون کې ډاکټر غلام مجتبى فايض د ستوني د التهاب اصلي لاملونه ککړه هوا، ډېر غوړي او مخرش خواړه لکه مرچکى وبلل. که چېرې د ستوني د التهاب په مناسب وخت درملنه ونشي، کيداى شي ناروغ ته تنفسي ستونزې هم پيدا کړي. ددې ناروغۍ دمخنيوي لپاره يوشمېر کورنۍ درملنې هم شتون لري چې ډاکتران ددې درملنو دتاييد ترڅنګ ډاکترته دناروغ تګ اړين بولي.  | | | د ستوني دالتهاب اصلي لاملونه ککړه هوا،ډېر غوړي او مخرش خواړه ګڼل کيدای شي. |
ددې ناروغۍ څخه دمخنيوي لپاره دې له ناروغ کس سره ناسته کمه شي او دهغه دخوړوله لوښو دې کار نه اخيستل کيږي. ددې ترڅنګ له خاورو او دوړو څخه ځان ساتل او نظافت ته ځانګړې پاملرنه کول هم ددې ناروغۍ په مخنيوي کې ځانکړې ونډه لري. |