 | | | ورزش کول اوزيات درانده کارونه نه ترسره کول دزنګون ددرددپيداکېدومخنيوی کوي. |
افغانستان يو زراعتي هېواد دى اوخلک يې فزيکي کارونه ډېرترسره کوي چې په پايله کې ددوی يوشمېرته راز رازدردونه هم پيدا کيږي چې له يوله هغوئ څخه دزنګنودرد دى. دزنګنو درد يوه روغتيايي ستونزه ده او په هغوکسانو کې دا ناروغي ډېره ليدل کيږي چې عمر يې تر (٤٥) کلونو لوړ وي. مسعود د کابل د پغمان ولسوالۍاوسيدونکي ته دخټګرۍ له امله د زنګنو درد پيدا شوی او وايي چې درد يې په سړه هوا کې زياتيږي. د کابل د وزير اکبر خان روغتون ډاکټر محمد ايوب حيدر فزيکي فشارونه، دوزن زياتوالى اودکلسيم کمښت دزنګون د درد دپيداکېدولاملونه وګڼل. دپښوپړسېدل، شخېدل ا ودرداو په تګ اويا په ناسته ولاړه کې ستونزې ددې ناروغۍ نښې نښانې ګڼل کيږي. ځنيې خلک ددې ناروغۍ لپاره کورنۍ درملنې هم لري لکه په تېلوغوړول، ټکور ول او ځينې کورني دارو خوړل. ډاکټران له سړې هواڅخه دپښوخوندي ساتل،د لمر له ګرمۍ څخه ګټه اخيستل اودپښو غوړول ګټور ګڼي خو پخپل سر داروخوړل زيان راوړونکي بولي.  |  دزنګون درد له (٤٥) کلونود لوړ عمرکسانوکې ډېرليدل کيږي.  |
ددې لپاره چې پدې روغتيايي ستونزه اخته نه شئ، له ډېروغوړوخوړو پرهېز وکړئ، ورزش خپله دنده وګرځوئ اوترخپل توان زيات درانه کارونه مه ترسره کوئ. |