روغتيايي کارپوهان شرى د ساري ناروغيو له ډلې څخه بولي چې دواکسين په تطبيق کولو سره په آسانۍ ددرملنې وړ دى. د عامې روغتيا وزارت دشمېرنو له مخې دروان کال له پيل څخه تر اوسه ددې ناروغۍ (١٠٨٢) پېښې ثبت شوېدي. دکابل په اندراګاندي روغتون کې ډاکترعتيق الله حليمي دشري نښې دماشوم تبه،له سترګو او پزې اوبه راتل او ټوخى وباله. دشري نښې دڅلورو پرله پسې ورځوتبې څخه وروسته لومړى دماشوم په تندي اوڅټ کې ترسترګو کيږي چې وروسته يې ټول بدن ته خپريږي. يو شمېر کسان دشري ددرملنې لپاره کورنۍ درملنې هم کوي، خو روغتيايي کارپوهان ددې ناروغۍ علاج ډاکترته تلل اودواکسين تطبيق کول ګڼي.  | | | شری لومړی دماشوم په تندي اوڅټ ترسترګو کيږي چې وروسته يې ټول بدن ته خپريږي. |
همدا راز ځينې خلک په شري اخته ماشوم ډېرګرم ساتي، چې دشاکر الله دکابل اوسېدو نکي دلور لاسونه اوپښې د زياتې ګرمۍ له کبله کږې شوې وې. روغتيايي کارپوهان بيا په شري اخته ماشوم ته اوبلن او قوي خواړه ګټور بولي او وايي چې دهغوئ ډېر ګرم ساتل يې روغتيا ته زيان رسوي. ددې لپاره چې نورماشومان پدې ناروغۍ اخته نه شي، په شري داخته ماشوم دخوړو لوښي دې له نورو بيل شي. |