BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:57 گرينويچ 2010 ,07 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د مور شيدې

د مور شيدې
ميندو ته ښايي چې هرنيم ساعت وروسته ما شوم ته له خپلو دواړو سينو شېدې ورکړي.
د روغتيايي کارپوهانو په وينا د مور شيدې د ماشوم دبدن دودې لپاره ترټولو ښه خواړه دي ځکه چې د ناروغيو په وړاندې دماشوم دبدن مقاومت لوړوي.

دروغتيا نړيواله ټولنه دمورشېدې دماشوم طبيعي حق بولي او دا ورځ هرکال په ټوله نړۍ کې نمانځل کيږي.

کال په کال زېږون په ميندو کې د شيدو دکمښت سبب ګرځي.د کابل په اندراګاندي روغتون کې ډاکټر رفيع الله وويل:

"هغه ماشومان چې په پوره اندازه د مور شيدې ونه خوري ، ژر په خوارځواکۍ اخته ، تنفسي ستونزې ورته پيدا او دوامدار نس ناستي باندې اخته کيږي ."

حميدې د زېږون تر مينځ واټن په پام کې نيولى اوماشومانو ته يې پوره شيدې ورکړي چې ټولو ماشومانو يې دجسمي او ذهني اړخه ښه وده کړېده.

که چېرې ميندې ماشوم ته له پيدايښت نه يوساعت وروسته خپلې لومړنۍ شيدې(اورږه) ورکړي، دناروغيو په وړاندې دهغه دبدن پياوړتيا لوړيږي.

دمورشيدې
دمور شيدې دماشوم ‌طبيعي حق دی او دا ورځ هرکال په ټوله نړۍ کې نمانځل کيږي.

ميندو ته ښايي چې هرنيم ساعت وروسته ما شوم ته له خپلو دواړو سينو شيدې ورکړي چې دا کار دميندودشيدوپه زياتوالي کې ګټور تماميږي.

دتازه ميوو، سبزيجاتواو مايعاتو خوړل هم دموردشيدوپه زياتوالي کې ډېره ونډه لرلى شي.

سينه اوبغلروغتيا او ژوند
سينه او بغل
دزنګون دردروغتيا او ژوند
د زنګون درد
دشری وايرسروغتيا او ژوند
شرى
د ستوني التهابروغتيا او ژوند
د ستوني التهاب
دپښتورګي تيږېروغتيا او ژوند
د پښتورګي تيږې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>