 | | | دماشوم تر زيږون وروسته مور او ماشوم دواړه جدي پاملرنې اوښه خوراک ته اړتيا لري. |
د روغتيايي کارپوهانو په وينا له زيږون وروسته نيږدې (٨٠٪) ميرمنې د خپګان او خواشينۍ سره مخ کيږي چې له امله يې دميندوپه خوي اوکړنوکې هم بدلون رامينځته کيږي. د کابل د قره باغ د ولسوالۍ يوې ميرمن وويل چې دماشوم ترزېږون وروسته ورته دژړا اوخپګان حالت پيدا کيږي. د کابل په ملالۍ زيږنتون کې ډاکټرې نيلوفر سلطاني و ويل چې بېلابېل فکتورونه ددې ناروغۍ په رامنځته کېدوکې ونډه لري. دا روغتيايي ستونزه په هغوميرمنوکې ډېره ترسترګوکيږي چې دماشوم ترزېږون وروسته د وينې په کمښت اخته او کمزورې وي.  |  له زيږون وروسته نيږدې (٨٠٪) ميرمنوته خپګان پيدا کيږي.  |
دا حالت تر يوې مودې وروسته له مينځه ځي،خوکه چيرې دوام ومومي دبدن دوزن د کمو ا لي، بې اشتهايۍ اوداعصابودکمزورۍ لامل کيږي. دماشوم تر زيږون وروسته مور او ماشوم دواړه جدي پاملرنې اوښه خوراک ته اړتيا لري چې داکار ددې ناروغۍ په مخنيوي کې ډېرګټورتماميږي. |