 | | | له ځوانکو دځان ساتلو يوه لارهم په پاکواوبو اوصابون دمخ مينځل په ګوته شوی دي. |
كله چې انسان نوی دځوانۍ عمر ته رسېږي، ټول كړه وړه يې بدلون مومي او د بدن په غړو كې يې هم يو لړبدلونونه راځي. ددې بدلونونوله جملې نه يوهم ځوانکې دي چې د يو شمېرځوانونجونواوهلکانو پرمخ، ټټر او اوږو په منځ كې پيدا اوکله ناکله تر(٢٥) کلنۍ پورې دوام مومي. ددې دانودپيداکېدودلامل په اړه ډاكټر عبدالغفار همدرد په ميوند روغتون كې د پوستكي دناروغيو مختصص وويل: دبدن يوشمېر غدې د پوستكي د نرم ساتلو لپاره يوه غوړه ماده توليدوي. كله چې له پوستکي نه ددې مادې دراوتلومخه ډب شي، ځوانکې پيداکيږي. ځوانکې درداوسوی نلری او ډېرې نازکې وي، كه چېرې فشار وركړل شي، دبدن نورو برخوته هم سرايت کوي او ډېريږي. د ځوانكو دانو د شدت مخه نيول كېداى شي او كه چېرې له بې پروايۍ کار واخيستل شي، ديولړنورو ستونزودپيداکېدولامل هم کيږي.  | | | ځوانکې درد اوسوی نلری او ډېرې نازکې وي، په لږفشار دبدن نورو برخوته سرايت کوي. |
له دې ستونزې نه دځان ساتلو آسانه لار له دوړو ليرې اوسېدل، له پاكو اوبو،له يوه صابون او روى پاك نه کار اخيستل او تازه مېوه او تركاري ډېره خوړل دي. همدا راز له وچې مېوې او ګرمو خوراكونو څخه ډډه كول كولاى شي د ځوانكو دانو د شدت مخه ونيسي. |