 | | | ماشومانو ته ښايي د استاد دلارښوونې سره سم سپک ورزشي حرکات ترسره کړي. |
د ماشوم د بدن وزن د ارثيت ، ځای پرځای ناستې اوله کچې زيات خوراک له امله ډېريږي خو ورزش د هغه وزن کنترول او دروغتياضمانت يې کوي. د وزن زياتوالی کيدای شي ماشومانو ته په راتلونکې کې د وينې لوړ فشار ، د زړه ، شکرې اوځينې نورې روغتيايي ستونزې پيداکړي . قاسم د کابل اوسيدونکی چې دخپلو همزولو په پرتله ډېر وزن لري، د لوبو پرمهال ژر ستړي کيږي او ساه يې هم سوځي د کابل د پغمان ولسوالۍ د خالداريو په کلينک کې موظف، ډاکټر فهيم حسن ، د بدن د اضافي وازګو د له مينځه وړلو لپاره تر ټولو مناسبه لاره ورزش وباله. غلام فاروق غفوري،د کابل پوهنتون د بدني روزنې استاد په اند ماشوم بايد د خپلي خوښې سره سم په آزاده هواکې ورزش وکړي . د اعجاز په نوم يو هلک ، په کلپ کې د ورزش کولو له امله د خپل بدن (١٠) کيلوګرامه اضافي وزن کم کړی چې له دې امله ډېر خوښ دی.  | | | ماشوم بايد د خپلي خوښې سره سم په آزاده هواکې ورزش وکړي . |
ماشومانو ته ښايي د استاد دلارښوونې سره سم سپک ورزشي حرکات ترسره او له پخپل سره درنوحرکاتو ځان وژغوري. هغه ماشومان چې له عادي حالت څخه يې وزن زيات وي، بايد له ډېرو غوړو اوخوږو خوړو ليرې وساتل شي ، پرځای دې مېوې او تازه او اومه ترکاري ورکړل شي. |