 | | | کلورين په هره څاه کې د څاه د ژوروالي اود اوبود ډېروالي په تناسب اچول کيږي. |
د هوا په ګرمېدو سره يو شمېر خلک په مکروبي ناروغيواخته کيږي چې روغتيايي کارپوهان يې سترلامل دپاکواوبو نشتوالي بولي. له دې ناروغيوسره هغه خلک ډېرلاس او ګريوان کيږي، چې د ويالو، سر لوڅوڅاه ګانو اوناپاكو اوبو څخه دګټې اخيستنې پرمهال له کلورينواستفاده نه کوي. په ننګرهار كې د فاطمة الزهرا روغتون مختصص ډاكټر بشيراحمد پرهر، كلورين يو کيمياوي محلول وباله چې په اوبو کې شته مکروبونه له مينځه وړي. کلورين د اميب، جارديا، نس ناستي، پېچش او دې ته ورته نورو ناروغيو مخه نيسي. خوکلورين چيرې ترلاسه اوڅرنګه ګټه ترې واخلو؟ كلورين په ټولو روغتيايي مركزونو او درملتونونو كې پيدا کيږي. دامحلول په څاه ګانو کې دڅاه دژوروالي اوداوبودډېروالي په تناسب اچول کيږي.  | | | عادي اوبه له کلورينوتراچولونيم ساعت وروسته دګټې وړ ګرځي. |
په هره څاه کې له (١-٢) ليتره کلورين اچول کيږي اوله هغې اوبونه (٢٤) ساعته وروسته ګټه اخيستل کيږي. په نوروحالاتوکې ديوليتراوبولپاره دکلورين دبوتل پر سر دټاکلې اندازې له مخې له (١-٣) خطونوپورې اچول کيږي چې دا اوبه نيم ساعت وروسته دګټې اخيستلووړ ګرځي. |