 | | | "سپوڼي له څارويوسره له نېغواړيکو،خاورو، دوړو اودناپاکيوسره دتماس له امله پيدا کيږي." |
سپوڼی(قارچ) دپوستکي يوه ساري ناروغي ده چې په اسانۍ سره پدې ناروغۍ له اخته کس نه روغ ته لېږدي. ماشومان په دې ناروغۍ ډېر اخته کيږي، ځکه چې دناروغيوپه وړاندې يې دبدن مقاومت ټيټ اوپوستکی يې حساس وي. دسپوڼي د پيداکېدولامل دکابل په ميوند روغتون کې پدې ناروغۍ ديوه اخته ماشوم مور په خاورو اودوړوکې دخپل ماشوم لوبېدل وګڼل. ډاکترصبور صابردکابل په ابن سينا روغتون کې دپوستکې دناروغيو متخصص وويل: "دسپوڼي ناروغي له څارويوسره له نېغواړيکو،خاورو، دوړو اودناپاکيوسره دتماس له امله پيدا کيږي." دا ناروغي لومړی دکوچنيودانوپه بڼه دانسان په لاسونو اومخ پيدا اوبيا دبدن نورو برخوته سرايت کوي.  | | | ماشوم دسپوڼي په ناروغۍ ژراخته کيږي،ځکه چې دبدن مقاومت يې کم وي. |
کله چې داناروغي دانسان سرته سرايت وکړي، هلته همداکوچنۍ دانې زوې پيدا خارښت کوي چې ورسره ددانې دځای وېښتان هم توييږي. ددې ناروغۍ ددرملنې لپاره بايدناروغ مسلکي ډاکترته يوړل شي اوله پخپل سر درملنې دې کلکه ډډه وشي، ځکه داکارناروغي دبدن نوروبرخوته هم خپروي. |