 | | | له سترګو پرله پسې اوښکې راتلل او د سترګو پړسوب پرسترګود پردې دراتلونښې دي. |
سترګې د انسان د بدن يو له حساسو غړو څخه دي، چې د نورو غړو په څېر ځانګړې دندې او ناروغۍ لري چې يوه يې هم په سترګودپردې راتلل دي چې په کم عمرياهم زړښت کې ډېره پېښيږي. ددې ترڅنګ په سترګوضربه واردېدل يادتېروشيانو لګېدل او ځينې ولادي ستونزې هم په سترګو دپردې دراتللو لامل کيږي. خوداچې په سترګودپردې دراتللونښې څه دي، ډاکتران له سترګوپه پرله پسې ډول د اوښکو راتلل او دنظر کموالی بولي. ددې ترڅنګ دسترګوسره کېدل،پړسوب، سوی او درد هم په سترګو دپردې دراتللو له نښوڅخه شمېرل کيږي. دډاکټر اسدالله عصمت د کابل ښار د نور روغتون سرطبيب په اند دسترګو دپردې يوازينۍ لاره عمليات دی چې ډېرساده ترسره کيږي.  | | | په سترګوضربه واردېدل او ځينې ولادي ستونزې هم په سترګو دپردې دراتللو لامل کيږي. |
يوشمېرکسان چې سترګې يې پردې لري ، دسترګوله عملياتوڅخه ويريږي، خو سليمانخېله دکابل ښار يوې اوسېدونکې دخپلو سترګوپردې عمليات کړې چې اوس هيڅ راز ستونزه نلري. هغه کسان، چې سخت کار ترسره کوي، لازمه ده چې دډاکتردلارښوونې سره سم له کلکوچشموکار واخلي اوله جارحه وسايلوخپلې اودماشومانوسترګې وساتي. |