 | | | دماشوم د سترګود التهاب د ناروغۍ دوامدار کېدل، د هغه د سترګو ديدهم کموي. |
د سترګو التهاب يوه داسې روغتيايي ستونزه ده چې په نوو زېږېدلو او له (٥) کالو د ټيټ عمر لرونکوماشومانو کې ډېره ليدل کيږي. دکابل په نورکلينيک کې دسترګودناروغيومتخصص ډاکتر شاهپور د زيږون پر مهال دمېرمنو په تناسلي سيستم کې د مکروب موجوديت دماشوم سترګوته د لېږد وړ وباله. د سترګو د اوښکو د کانال بندوالی هم دسترګودالتهاب لامل کيږي. ددې ترڅنګ له ګډ روی پاک اوناپاکه لاسونونه هم داناروغي لېږدي. د دې ناروغۍ نښې نښانې: دسترګو سوځېدنه ، سوروالی، خارښت ، دبڼو سرېښېدنه او د اوښکو راتلل دي. دماشوم دسترګودالتهاب دناروغۍ دوامدارکېدل ،هغه دسترګودديدله کمښت او د دوامدارو اوښکوپه راتلواخته کوي.  | | | "دمېرمنو په تناسلي سيستم کې د مکروب موجوديت دماشوم سترګوته د لېږد وړدی." |
روغتيايي کارپوهان ددې ډول ناروغيو پخپل سره درملنه لکه سوررنګ، رانجه ياهم د سترګو د ملهم کارول دناروغۍ دزياتوالي لامل ګڼي. که چېرې اميدواره ميندې په سوزاک او يا د تناسلي سيستم په کومه بله ناروغۍ اخته وي ، لازمه ده چې په مناسب وخت خپله درملنه وکړي چې ماشوم يې په روغتيايي ستونزو اخته نشي. |