 | | | دملادمريودنېږدې کېدودمخنيوي لپاره سپک ورزشي حرکات ډېرګټورګڼل کيږي. |
د انسان د ملا تير له (٣٣) مريو څخه جوړ دی چې د هرو دوو بندونو تر مينځ د ډسک په نامه يو ډول مواد مو جود دي چې ددې موادو د وتلو له امله مرۍ نېږدې کيږي. له توان نه وتلي درانه وزنونه پورته کول، د ډېرې مودې لپاره په کړوپه ملا کار اويو شمير نور لاملونه د ملا د بندونو تر مينځ واټن پيدا کوي . د لغمان اوسيدونکي نورالودود په کړوپه ملا دکارکولو له امله د ملا دوه بندونه سره نېږدې شوي دي . د کابل په وزير محمد اکبر خان روغتون کې د هډوکو دناروغيومتخصص محمد ايوب وويل: " که په مناسب وخت ددې ناروغۍ درملنه ونشي،درد دانسان پښوته ځي چې دپښې دفلج کېدولامل هم کيدای شي." پدې ناروغۍ اخته کسان وايي چې د اودس کولو ، کيناستو او ولاړېدو پر مهال يې د ملا درد زياتيږي او کله کله يې درد پښو ته هم ځي. ځنې کسان د ملا د درد لپاره له هګۍ، موملا يي، کوری اوځنو نورو يوناني داروګانو نه ګټه اخلي اوياهم ملاته داغ ورکوي يارګ نيسي.  | | | له توان نه وتلي درانه وزنونه پورته کول او په کړوپه ملا کارکول دملادمرۍ نېږدې کوي. |
ډاکټران درګ نيول ياملاته داغ ورکول په کلکه ردوي اومشوره ورکوي چې ناروغ دې ددرملنې لپاره دهډوکوډاکتر يا روغتون ته ولاړ شي. ددې روغتيايي ستونزې د مخنيوي لپاره غوره ده چې سپک ورزشي حرکات ترسره اوله توان نه وتلو درندو کارونو نه په کلکه مخنيوی وشي. |