BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:42 گرينويچ 2010 ,26 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د مېرمنو د تناسلي سيستم عفونت

دمېرمنودتناسلي سيستم عفونت
دمېرمنودتناسلي سيستم دعفونت دمخنيوي لپاره دنظافت مراعات اړين دي.
د مېرمنو له تناسلي سيستم څخه د رڼو افرازاتو راتلل يو طبيعي عمل دي، چې روغتيا يي کارپوهان داکار د مېرمنو دسلامتۍ نښه بولي.

له دې ځايه واورئ!

خو کله ناکله دا افرازات په مکروبونوککړوي، چې له امله يې مېرمنوته دنورو روغتيايي ستونزوتر څنګ دملا دردهم پيدا کوي.

نظيفه هغه مېرمن ده، چې له درې مياشتو راپدېخوا يې ملا او پښې درد کوي. هغه وويل، چې ډېری وخت يې له تناسلي الې څخه خيرې راځي.

ډېری ښځې په تناسلي سيستم کې د مکروبونو له شتون نه نا خبره دي اود ملا ددرد لامل درانه اوستړي کوونکي کارونه بولي.

دمياشتني عادت په ورځو کې دنظافت نه مراعاتول په تناسيلي سيستم کې د مکروبونو د پيدا کېدو مهم لامل دی چې مېرمنوته راز،راز ناروغۍ پيدا کوي.

د کابل ښار په افغان روغتون کې موظفې ډاکټرې ښايسته انصاري له يادو مکروبوسربېره يولړ نورفکټورونه هم په مېرمنوکې دملاددرد لاملونه وګڼل.

ددې ناروغۍ په درملنې او مخنيوي کې ځنډ کيدای شي د مياشتني عادت د بې نظمۍ، عقامت اود مېرمنو د رحم ايستلو لامل هم وګرځي.

دمېرمنود تناسلي سيستم عفونت
دمېرمنو له تناسلي سيستم څخه د رڼو افرازاتو راتلل د مېرمنو دسلامتۍ نښه ده.

په هغه صورت کې، چې د مېرمنو د افرازاتو رنګ ژېړ، شين او سپين تباشېري وي او بوی ولري، په مکربونو ککړ وي.

ددې ستونزې دمخنيوي لپاره دې په مياشتني عادت کې نظافت مراعات اود جنسي اړيکوله ټينګولو وړاندې دې مېرمنې تناسلي آله په صابون اوپاکواوبو ومينځي.

بروسلوزروغتيا او ژوند
بروسلوز
پخپل سر داروروغتيا او ژوند
پخپل سر دارو
 د ماشوم د زېږون وخت روغتيا او ژوند
د ماشوم د زېږون وخت
د ملا د مريو نېږدي کيدلروغتيا او ژوند
د ملا د مريو نېږدي کيدل
د سترګو پردېروغتيا او ژوند
د سترګو پردې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>