BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:58 گرينويچ 2010 ,17 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: بروسلوز

بروسلوز
دناروغ څاروي له محصولاتونه دګټې اخيستنې پرمهال بروسلوز انسان ته لېږديٍ.
څېړنو ښوولې چې د انسانانو او حيواناتو تر منځ ځينې ګډې ناروغۍ هم شته ، چې بروسلوسز ( حيواني محرقه ) هم له يوه له همدې ډول ناروغيو څخه ده.

روغتيايي کارپوهان وايي چې مېرمنې د نارينه په پرتله ډېرې دبروسلوسز په ناروغۍ اخته کيږي، خو ددې کار لامل څه دی؟

دکابل دانتاني روغتون ډاکټر عابد نصرت وويل، چې په کلو کې خلک دشيدو، مستو، کوچو، کورتواو چکې دلاسته راوړلوپه موخه حيوانات ساتي.

دحيواني محصولاتونه دګټې اخيستنې پرمهال پدې ناروغۍ له اخته څاروي نه دا ناروغي روغ انسان ته په اسانۍ دلېږد وړده.

ددې ناروغۍ په درملنه کې ځنډ د مېرمنو په ګېډه کې د ماشوم د مړينې او حتی د تل لپاره د ماشوم د نه راوړلو ستونزې هم رامنځته کوي.

پدې ناروغۍ داخته کېدونښې نښانې د هډوکو شديد درد، تبه، له بدن څخه بدبويو خولو جاري کېدل او دبدن کمزورتيا ده.

دبروسلوسزله ناروغۍ نه دخوندي ساتلولپاره دې غوښه ښه پخه شي او شېدې دې کم ترکمه (١٥) دقيقې وايشول شي چې شته مکروب يې له منځه ولاړ شي.

بروسلوز
دبروسلوزدناروغۍ په درملنه کې ځنډمېرمنې دماشوم دنه راوړلوله ستونزې سره مخ کوي.

هغه مېرمنې چې په پرله پسې ډول مړه ماشومان نړۍ ته راوړي، غوره ده چې د بروسلوز ناروغۍ د معايناتو لپاره ډاکټرته مراجعه وکړي.

کله چې له کورنيو حيواناتو سره تماس نيسو خپله پوزه که په دستمال کلکه وتړو ښايي د دې ناروغۍ مخنيوی مو تر ډېره بريده کړی وي.

پخپل سر داروروغتيا او ژوند
پخپل سر دارو
 د ماشوم د زېږون وخت روغتيا او ژوند
د ماشوم د زېږون وخت
د ملا د مريو نېږدي کيدلروغتيا او ژوند
د ملا د مريو نېږدي کيدل
د سترګو پردېروغتيا او ژوند
د سترګو پردې
د ماشومانو د سترګو التهابروغتيا او ژوند
د ماشومانو د سترګو التهاب
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>