BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:26 گرينويچ 2010 ,09 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: کالدانه

کالدانه
د کالدانې غوماشه د بدن لوڅې برخې ډېرې چيچيي لکه: لاسونه، پښې او مخ.
کالدانه(لشمانيا) دپوستکي يوه مکروبي ناروغي ده چې د يو ډول خړ رنګې غوماشې(مياشې) په واسطه په دې ناروغی له اخته کس څخه روغ انسان ته لېږدي.

د کالدانې غوماشې په ولاړو اوبو، چټليو،ورانو ځايونو، د ونو په بېخونو او د موږکانو په سوريو کې ډېرې پيداکيږي.

دا غوماشې دورځې له خوا نه ښکاري، په تياره کې د باندې راوځې او په فعاليت پيل کوي.

ځينې خلک په دې باور دي چې که کالدانه د ښځينه غوماشې دچيچلوله امله مينځته راغلې وي، همدا ټپ هګۍ اچوي او د وخت په تېرېدو ډېرېږي.

خو ډاکټران دا نظر ردوي او د کالدانې دټپ دپراخېدولامل دنظافت نه مراعاتول او يا دلشمانيا دغوماشې لخواد پوستکي څوځايه چيچل بولي.

د کالدانې غوماشه د بدن لوڅې برخې چيچيي لکه: لاسونه، پښې او مخ. زرغونې دکابل ښار يوې اوسېدونکې وويل:

"په پيل کې مې پرمخ وړوکی بخار دوړوکي بخارپه بڼه راڅرګندشو چې وروسته يې سوی اوخارښت پيدا کړ او پر غټ ټپ واوښت."

کالدانه
کالدانه د يو ډول خړ رنګې غوماشې په واسطه له اخته کس څخه روغ انسان ته لېږدي.

ځينې خلک پرکالدانې نيل توتيا يادبوټانورنګ وهي خوډاکتران وايي چې داراز درملنې کالدانه مکروبي او ټپ يې غټوي.

داډول کسان بايدژرترژره ډاکترته ورشي،ځکه داناروغي په پيل کې په اسانۍ ددرملنې وړ ده چې نه يې داغ پاتې کيږي اونه هم ناروغ ستونزې ويني.

جل وهلروغتيا او ژوند
جل وهل
دمېرمنودتناسلي سيستم عفونتروغتيا او ژوند
د مېرمنو د تناسلي سيستم عفونت
بروسلوزروغتيا او ژوند
بروسلوز
پخپل سر داروروغتيا او ژوند
پخپل سر دارو
 د ماشوم د زېږون وخت روغتيا او ژوند
د ماشوم د زېږون وخت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>