 | | | " کورنۍ دې دپاخه عمرهغه کسانوته اوبلن خواړه،ترکاري اوتازه مېوه ډېره ورکړي." |
مناسب خواړه د پاخه عمرلرونکو کسانو د روغتيا په ساتلو کې ډېر اهميت لري،ځکه چې دداشان کسانوبدن د ماشوم په څېرځان ځانګړې پاملرنه غواړي. دپاخه عمر لرونکوکسانو ته بايد داسې خواړه ورکړل شي چې دهغوی عمرته په کتنې سره يې روغتياته مناسب وي. دپاخه عمرهغه کسان، چې ډاکتر دځينو خوړو نه پرهيز کړي خو هغوي پدي برخه کي بي پروايي کوي، کيداي شي داکار ورته زيان راوړونکی تمام شي. حسين علي چې د زړه ناروغي لري اودکابل په ابن سينا روغتون کې بستردی، دپرهېز دماتولو له امله پرې دزړه حمله راغلې وه. د کابل د ابن سينا روغتون په صدري څانګه کې مؤظف ډاکتر زلمي ستانکزي وويل:  | | | دپاخه عمر لرونکوکسانو ته بايد داسې خواړه ورکړل شي چې دهغوی روغتياته مناسب وي. |
"دپاخه عمرهغه کسان چې دزړه، دوينې لوړفشار يادشکرې ناورغي ولري دداروترڅنګ بايد له ډېروغوړوخوړو،شيرينۍ اومالګې هم پرهېز وکړي. کورنيو ته ښايي چې دپاخه عمرلرونکوکسانوته تازه ميوه، نرم خواړه او په خوړو کې دې له ترکارۍ او مايعاتونه ډېره ګټه واخلي." |