 | | | په جنسي کمزورۍ اخته کسان دې د خپل سرو دارو له خوړلوپه کلکه ډډه وکړي. |
جنسي کمزوري يو له هغو ناروغيو څخه ده، چې يوازې په نارينه وو کې پيدا او لاملونه يې هم بېلابېل په ګوته شوي دي. يو تن، چې (٣٠) کاله عمر لري، په نوې ځوانۍ کې دناوړه جنسي اړيکوپه زيان نه پوهېده، اوس په جنسي کمزورۍ اخته شوی دی. ډاکتر عزيزالرحمن سعيددکابل په جمهوريت روغتون کې موظف وويل چې د انسان دبدن يوشمېر برخې جنسي قوه پياوړې کوي. کله چې له يو له دې قووو يې زيان ومومي، انسان ته جنسي کمزوري پيداکيږي. يو شمېر ځوانان ، چې له دې ناروغۍ ځوريږي، له شرم نه خپله درملنه نه کوي. داکارددوی بدن نور هم کمزوری اوحتی دتولداوتناسل قوه يې له منځه ځي.ددې ستونزې غټې نښې عبارت دي له:  | | | تازه مېوې اوښه خواړه دجنسې کمزورۍ په مخنيوي کې ګټور تماميږي. |
د ملا درد، دزړه ستړيا، ددماغ کمزوري، دپښو درد او ځينې نور دردونه. پدې ناروغۍ اخته کسان دې د خپل سرو دارو له خوړلو ډډه وکړي اوپرته ځنډ نه دې ډاکتر ته مراجعه وکړي. له ځوانۍ سره له بې پروايۍ ډډه کول ، له نامشروع جنسي اړيکو پرهېز ، پخپل سر دارو نه کارول، دوامدار ورزش، تازه مېوې اوښه خواړه دجنسې کمزورۍ په مخنيوي کې ګټور تماميږي. |