 | | | په خپل سر داروخوړل د ماشوم دسوء شکل ، زيان او دمور دشديدې خونرېزۍ لامل کيږي. |
د اميدوارو ميندو روغتيايي حالت تل د بدلون په حالت کې وي اوداچې د ماشوم وده د مور په نس کې ترسره کيږي، پدې پړاو کې پخپل سر دارو خوړل ميندو ته يولړ روغتيايي ستونزې پيدا کوي. نجيبه، چې د شپږو مياشتو اميدواره وه، د غاښونو د درد له کبله يې پخپل سر دارو خوړلي وو، چې له دې امله يې ماشوم زيان کړ. وژمې حيدري، دکابل په رابعې بلخي روغتون کې ډاکترې په خپل سر داروخوړل د ماشوم دسوء شکل ، زيان او دمور دخونرېزۍ لاملونه وګڼل. هغه ميرمنې، چې دشکرې، د ويني لوړ فشار اود زړه ناروغي لري، د ناروغي د کنترول لپاره دوامدارې درملنې ته اړتيا لري. دې راز مېرمنوته ښايي چې د حمل له اخيستو نه مخکې له موظف ډاکتر سره مشوره وکړي. د اميدوارۍ په دوران کې دهر راز روغتيايي ستونزې دپيداکېدو په صورت کې د ې ناروغه مېرمن پرته له ځنډنه ډاکتر ته ورشي.  | | | هغه ميرمنې چې دشکرې، د ويني لوړ فشار اود زړه ناروغي ولري، دوامدارې درملنې ته اړې دي. |
روغتيايي کارپوهان د ناروغ په پالنه کې د کورنۍ د غړو، په ځانګړې توګه دکورنۍ دمشرانوپاملرنه هم ډېره اړينه بولي. پدې دوران کې له خپل سر دارو ډډه کول او وخت په وخت له ډاکترسره مشوره او د امېدوارۍ دورې ته پوره پاملرنه دمور او ماشوم په روغتيايي حالت کې مهم رول لوبوي. |