 | | | داميدوارۍ په دوره کې ماشوم دمور دبدن دويټامينواوکلسيموله زېرموګټه اخلي. |
د اميدوارو مېندو روغتيايي حالت د حمل له پيل نه تر پايه د بدلون په حال کې وي، چې د بېلا بېلو لاملونو له کبله کيدای شي يو لړ روغتيايي ستونزې ورته پيدا شي. فضيله دکابل اوسېدونکې داميداورۍ له پنځمې مياشتې راپدېخوا دغاښ درد لري، چې دا ستونزه يې يوازې داميدوارۍ په دورې پورې تړلې ده. روغتيايي کارپوهان داميدوارۍ دوره دمور په نس کې دماشوم د ودې پړاو بولي، چې ماشوم دمور دبدن دويټامينواوکلسيموله زېرموګټه اخلي. دا کار اميدوارې مېندې له ګواښ سره مخ کوي. مهتاب بهزاد ، دکابل د خيرخانې په (١٠٢) بستريز روغتون کې مؤظفې ډاکترې وويل: "د کلسيم له کموالي سربېره، پرله پسې زيږون داميدوارۍ په دوره کې د مور د بدن پياوړتياهم را ټيټوي." دبدن دپياوړتياټيټوالی اودکلسيم کمښت اوترڅنګ يې نظافت نه مراعات کول د يو لړ روغتيايي ستونزو لامل کيږي. پدې روغتيايي ستونزو کې دغاښونودرد او خرابېدل هم شامل دي. روغتيايي کارپوهان پدې دوره کې پخپل سردارواو کورنۍ درملنه له خطرونو ډکه بولي.  | | | روغتيايي کارپوهان داميدوارۍ په دوره کې پخپل سرداروله خطرونو ډک بولي. |
مېندو ته ښايي، چې پدې دوره کې ډاکترته دتللوترڅنګ ګټور اوکلسيم لرونکي خواړه هم ډېر وخوري. فرېبا دکابل ښار هغه اوسېدونکې ده، چې دامېدوارۍ په دوره کې يې دکورتو، مستو اوشېدو دخوړلوله لارې دخپل وجود د اړتيا وړ کلسيم پوره کړي اوله دې اړخه هيڅ ستونزه نلري. |