 | | | دماشوم دنوم بند دې دپيداښت سره سم دروغتيايي کارکوونکو لخواپرې شي. |
د نوم بند چې د پلاسنتا(د ماشوم جوړه) سره تړلی وي، د ماشوم تر زيږون وروسته په لومړي پړاوکې پرې کيږي ، خوکه چېرې نوم مکروبي شي، ماشوم دمرګ له ګواښ سره مخ کيږي. د سامعي دماشوم دنوم بند يوې کليوالې دايې په مکروب ککړو وسايلوپرې کړی و، چې مکروب يې وينې ته لېږدېدلی و. ځينې پدې باوردي،چې که چېرې دماشوم دنوم دپرې کولوپرمهال دهغه په نوم دشونډو سرخي واچول شي، دماشوم شونډې دتل لپاره سرې پاتې کيږي. په ککړو وسايلو لکه: د ږيري چړې، چاقو او قيچي دماشوم نوم پرې کول دنوم دبندله لارې په ډېرکم وخت کې مکروب دماشوم وينې ته لېږدوي. د نوم ميکروبي کيدل او وينې ته دمکروب ل لېږدېدل ماشوم ته تر زېږون وروسته په لومړيو ساعتونو کې نارامي پيداکوي. له دې نارامۍ سره سخته تبه، د نوم دچاپېريال پړسوب او حتی عصبي حمله هم مله وي. په داسې حالاتوکې دماشوم په درملنه ياروغتيايي څانګې ته دهغه په رسولوکې ځنډ دماشوم د مړينې لامل هم کيدای شي.  | | | په ککړو وسايلو دنوم پرې کول دماشوم وينې ته مکروب دلېږد زمينه برابروي. |
دنوم دپړسوب يا اوبواخيستلوپه صورت کې دې هم له کورنيودرملنوپه کلکه ډډه وشي، ځکه، چې داکار مکروب زياتوي. دماشوم نوم دې دپيداښت سره سم دروغتيايي کارکوونکو لخواپرې شي، چې داکار دمور او ماشوم دمړېنې دکچې په راټيټېدوکې هم مرسته کوي. هغه کورنۍ، چې روغتيايي مرکزونوته لاسرسی نلري،په پاکولاسونو له يو ځل مصرف وسايلونه دې دماشوم دنامه په پرې کولوکې کار واخلي. |