 | | | حاجيان دې مکې معضمې ته له تګ نه وړاندې خپل ځان له فزيکي حرکاتوسره عادت کړي. |
هرکال په ميليونونو مسلمانان د حج دفريضې دادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي، چې يو شمېرته يې د پښو درد او پړسوب پيدا کيږي. حاجي وزمين، دکابل ښارهغه اوسېدونکی دی،چې تېرکال دحج دمراسموپرمهال ورته دپښودرد او پړسوب پيداشوی و. ددې ستونزې دلاملونو په اړه دکابل دوزيراکبرخان روغتون داورتوپيدې دڅانګې متخصص، ډاکترخليل الله هودخېل وويل: "دعمرزياتوالی، د ورځی په اوږدوکې پښوته حرکت نه ورکول او دبدن کمزوري ددې ستونزې لاملونه دي. په پښودوامدار مزل د پښو ددرد او پړسوب مخنيوی کوي، خو دستړيا پرمهال د سړو اوبو او جوسو څښل هم دپښوددرد اوپړسوب لامل کيږي."  | | | پښوته وخت پروخت مساژ ورکول دپښود درد په کمښت کې ډېره مرسته کوي. |
ددې ستونزې دپيداکېدوپه صورت کې ناروغ خپلوپښوته وخت په وخت مساژ ورکړي اود څملاستو پرمهال دې پښې له عادي حالت نه يوه اندازه پورته کېږدي. که حج ته تلونکي کسان مکې معظمې ته له تګ نه وړاندې خپل ځان له فزيکي حرکاتوسره عادت کړي اوترڅنګ يې قوي خواړه اوتازه مېوې وخوري، دحج دمراسموپه اوږدوکې به له داسې ستونزوسره مخ نشي. |