BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:52 گرينويچ 2010 ,27 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د نري رنځ درملنه

د نري رنځ درملنه
دنري رنځ ناروغ دې دټوخي، پرنجي او خبرو پر مهال خپلې خولې اوپزې ته دستمال ونيسي.
يو شمېر افغانان په نري رنځ له اخته کېدو وروسته ناهيلي کيږي او ګمان کوي، چې نور به يې روغتيا په برخه نشي او ترڅنګ يې يوشمېر نور له داسې ناروغانوکرکه کوي، چې دناروغ دمايوسۍ لامل کيږي.

د نري رنځ ميکروب له ډېرو پخوا زمانوپه انسانانوکې پيدا او هر څوک کيدای شي ددې ناروغۍ له ګواښ سره مخ شي.

له دې امله دا ناروغي دې شرم ونه ګڼل شي او په لومړنيو پړاوونو کې يې بايدد درملنې په لټه کې شي.

په هغو ناروغانو کې چې د نري رنځ ميکروب تشخيص شوی وي، درملنه يې په دوو : تشديدي او تعقيبي پړاوونو کې صورت مومي.

په کابل کې د توبرکلوز روغتون دځانګړي مرکز يو تن ډاکتر نوراقا زاهد په وينا، په لومړي پړاو کې د ناروغ درملنه له (٢-٣) مياشتو پوري اړتيالري.

ددې پړاو تر معايناتو وروسته دناروغ د تعقيبي پړاو درملنه پيل کيږي، چې کيدای شي تر(٤) مياشتو دوام ومومي او ناروغ دروغ وجود څښتن شي.

دنري رنځ درملنه
د نري رنځ درملنه دمکروب ترتشخيص وروسته په دوو پړاوونو کې صورت مومي.

د دې ناروغۍ د ميکروب دلېږدد مخنيوي لپاره دې پدې ناروغۍ اخته کس دټوخي، پرنجي او خبرو پر مهال خپلې خولې اوپوزې ته دستمال ونيسي.

هغه خونې، چې دلمر وړانګې نه ور رسيږي، ددې ناروغۍ ميکروب پکې ژر وده کوي، لازمه ده، چې دروازې يا کړکۍ يې دزياتې مودې لپاره پرانيستې پرېښودل شي.

 د وريو پړسوب او وينې کېدلروغتيا او ژوند
د وريو وينې کېدل
نری رنځروغتيا او ژوند
نری رنځ
حاجيان، د پښو درد او پړسوب روغتيا او ژوند
حاجيان، د پښو درد او پړسوب
د ماشوم نوم پرې کولروغتيا او ژوند
د ماشوم نوم پرې کول
د ماشوم دنس ناستي ناروغيروغتيا او ژوند
د ماشوم دنس ناستي ناروغي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>