 | | | ماته پښه دې په هوار ځای کېښودل شي او په پاک ټوکر دې دلرګي له يوې تختې سره وتړل شي. |
دځينوپېښوله امله ديوشمېرکسانو دپښې هډوکی مات يا کسر پيدا کوي، چې که پخپل وخت يې درملنه ونشي، ناروغ ته يولړ نورې روغتيايي ستونزې هم پيدا کوي. ځينې کسان دداراز پېښو درملنه په شکسته بندکوي. دکابل د وزيراکبرخان روغتون دهډوکودناروغيو متخصص ډاکترخالدتوره کي وويل: "دهډوکي ماتېدل يا بې ځايه کېدل سمدلاسه نه څرګنديږي. که شکسته بند په مات هډوکي دبې ځايه شوي ګمان وکړي، هډوکی نورهم زيانمنوي." دهډوکي دماتېدونښې عبارت دي له : د ګرځيدو قدرت له لاسه ورکول، د هډوکي دڅوکي راوتل اوبې کچې درد .  | | | په شکسته بنددبې ځايه شوي هډوکي کش کول، دهډوکي دماتېدولامل کيدای شي. |
ماته شوې پښه دې په هوار ځای کېښودل شي، په پاک ټوکر دې دلرګي له يوې تختې سره وتړل شي، چې روغتون ته تررسېدوپورې حرکت ونه کړي. روغتيايي کارپوهان دداسې ناروغانو لپاره دتازه مېوې اوقوي خوړو لارښوونه کوي. |