 | | | په وروستيونهو مياشتوکې په افغانستان کې دملاريا دناروغۍ(25) زره پېښې ثبت شويدي. |
که چېرې دملاريا دناروغۍ دارو په پوره ډول ونه خوړل شي، وايرس يې داوږدې مودې لپاره دانسان په بدن کې پاتې کيږي. فاطمه مومنددکابل يوې اوسېدونکې دملاريا دوا په نيمه کې پرېښودلې وه، چې څه موده وروسته بيا پدې ناروغۍ اخته شوه. دکابل دملاريا او لشمانياد مرکز يوه ډاکتر، جمال ناصر وويل، چې دملارياناروغي ځانګړي دارو او اندازه لري. که چېرې ناروغ دملاريا دارودډاکترله مشورې سره سم او پوره ونه خوري، مکروب يې په وجود کې تر اوږدې مودې ژوندى پاتې کيږي. پدې توګه دناروغ دبدن مقاومت ټيټ اوبيابياپدې ناروغۍ اخته کيږي اوترڅنګ يې مکروب روغوکسانوته هم دماشې پواسطه لېږدي.  | | | که چېرې دملاريا دار پوره ونه خوړل شي، مکروب يې په وجود کې ژوندى پاتې کيږي. |
دروغتيا وزارت دشمېرنې له مخې دروان ميلادي کال په وروستيونهومياشتوکې پدې هېواد کې دملاريا(25) زره پېښې ثبت شوي دي. ددې لپاره چې هم موخپل ځان اوهم نور له دې ناروغۍ په امن کې ساتلي وي،لازمه ده چې د ملاريا دناروغۍ داروپه مکمل ډول وخوړل شي. |