 | | | تر زېږون وروسته دشدېدې وينې جاري کېدل يوه جدي ستونزه ده،بايددرملنه يې وشي. |
روغتيايي کارپوهان په وروسته پاتې هېوادونوله هغې ډلې په افغانستان کې دمېندو دمړينې دکچې دلوړېدا يو لامل تر زېږون وروسته دمېندوشديده خونريزي بولي. تر زيږون وروسته تر (40) ورځو پورې له ميرمنو وينه تلل يو عادي حالت دی، خو که چېرې دوينې دتللوشدت ياموده زياته شي، ناروغ له خطرسره مخ کوي. دکابل دشکردرې اوسېدونکې مينورې ته دشلوپرله پسې ورځوشديدې خونرېزۍ له امله کم خوني اويولړ نورې روغتيايي ستونزې پيداشوې وې. درابعې بلخې روغتون موظفې ډاکټرې وږمې ددې ډول ستونزو دپيداکېدولاملونه داسې وشمېرل: "په کورکې زېږون،دوينې لوړفشار،پرله پسې زېږونونه، په رحم کې دپلاسنتا (جوړې) ديوې برخې پاتې کېدل او دزېږون دکانال ديوې برخې ټپي کېدل." تر زېږون وروسته دشدېدې وينې جاري کېدل ناروغ ته دبدن عمومي کمزوري اوداعصابو تکليف هم پيدا کوي.  | | | تر زيږون وروسته تر (40) ورځو پورې له ميرمنو وينه تلل يو عادي حالت دی. |
پداسې حالاتو کې دې دپخپل سر درملنې نه په کلکه ډډه وشي ، ځکه داکار مېندې دمرګ له ګواښ سره مخ کوي. ددې ستونزې دمخنيوي لپاره ډاکتران غوره ګڼي ، چې ميندې دزېږون په لومړی ساعت کې ماشوم ته خپلې شېدې ورکړي اودناروغۍ ددوام په صورت کې دې ناروغ روغتيايي مرکز ته ورسول شي. |