 | | | که چېرې دصفرا کڅوړه ډېره مکروبي شي، کيدای شي، چې وچوي اوپه ځيګر بد اغېز وکړي. |
د صفرا کڅوړه(تريخی) ديوډول تېزابي موادو زېرمتون دی، چې له بدن سره دخوړو په هضمولوکې مرسته کوي، خوکه چېرې داکڅوړه مکروبي شي، يولړ روغتيايي ستونزې پيدا کوي. د روغتيايي کارپوهان وايي، چې چاغ اودپاخه عمر کسان په تېره بيامېرمنې دنارينه وو په پرتله پدې ناروغۍ ډېرې اخته کيږي. دکابل يوې اوسېدونکې، نور بي بي، چې دصفراکڅوړه يې مکروبي شوې، دسختو يا غوړو خوړو سره ورته دتريخي درد او دزړه بدوالی پيدا کيږي. ډاکترسيدحميدالله سادات د استقلال روغتون دجراحۍ متخصص تبه اودنس دښي خواپورتنۍ برخه کې شديددرد ددې ناروغۍ ځينې نښې وبللې.  |  چاغ، دپاخه عمر کسان اومېرمنې دتريخي په ناروغۍ ډېرې اخته کيږي.  |
که چېرې دصفرا کڅوړه ډېره مکروبي شي، کيدای شي، چې وچوي اوپه ځيګر بد اغېز وکړي او ناروغ دژېړي په ناروغۍ هم اخته کړي. ددې ناروغۍ دپيدا کېدوپه صورت کې دې ناروغ له خپل سردرملنې ډډه وکړي، پرته له ځنډ نه دې ډاکترته مراجعه وکړي او شحم لرونکي او نه هضمېدونکو خواړه دې نه خوري. |