 | | | هډي دستوني يوې يادواړو لوروته د نرم پړسوب اوسخت دردسره راڅرګنديږي. |
هډي (ټنډغومبوری) يوه ساري او مکروبي ناروغي ده، چې د بدن د ټيټ مقاومت له امله ماشومان پرې زيات اخته کيږي. هډي د انسان په ستوني کې د پايروتيد په نوم د يوې غدي په مکروبي کيدو سره را منځته کيږي. دا مکروب په سړه هوا کې ژرخپريږي او په ډېرې چټکي سره روغوکسانو ته لېږدي. هډي د ستوني په يوه لوري او کله هم په دواړو خواوو کې د نرم پړسوب په بڼه له سخت درد سره راڅرګنديږي. ددې ناروغۍ نښې نښانې د ستوني له پړسوب نه مخکې شديده تبه، بې اشتهايي او د سردرد ښودل شوي دي. يوشمېر خلک ددې ناروغۍ کورنۍ درملنه کوي. روغتيايي کارپوهان کورنۍ درملنې دستوني دمکروبي کېدو او نورو ناروغيودپيداکېدو لامل ګڼي.  | | | هډي په ستوني کې د پايروتيد په نوم د يوې غدي د مکروبي کيدو له امله پيدا کيږي. |
دماشوم دروغتياساتنې په روغتون کې موظف ډاکترکوټوال په وينا د هډي ناروغي کولای شي، چې ناروغ ته د بندونو درد او عصبي تکليف هم پيدا کړي. دهډي دناروغۍ مکروب له پړسوب نه درې ورځې مخکې اودپړسوب تر ښه کېدا شپږ ورځې وروسته هم نوروته ليږدي. داچې هډي ساري ناروغي ده، لازمه ده، چې ناروغ ژرترژره ډاکترته ورسول شي او د ناروغ دخوړولوښي له نورو بېل او ناروغ تر رغېدوپورې له روغوکسانو نه ليرې وساتل شي. |