BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:51 گرينويچ 2011 ,09 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: نوې ځواني او خواړه

نوې ځواني او خواړه
مناسب خواړه د يوه ځوان دجسمي، فکري اوذهني سلامتۍ له ودې سره تړاولري.
دنوې ځوانۍ پړاو د انسان د ژوند د ودې شپې ورځې دي، چې پدې دوران کې ځوانان د ورځنيو چارو دښه سرته رسولو لپاره مناسبو خوړو ته اړتيالري.

پدې موده کې دځوانانو دبدن وده ډېره ګړندۍ وي ، که چېرې هغوی ته پخپل وخت او مناسب خواړه ونه رسيږي، بدن يې له عمومي کمزورتيا سره مخ کيږي.

زمزمه دکابل ښار هغه اوسېدونکې ده، چې ديوه کال راپدېخوا دښو خوړو دنشتوالي له کبله دکمزورۍ او ستړيا احساس کوي.

دماشومانودمتخصص،ډاکټرعتيق حليمي په وينا د نوېو ځوانانو بدن د بلوغ په دوره کې (٥٠٪) کلسيم او (١٥٪) وسپنې لرونکو خوړو ته اړتيا لري.

ښه او مناسب خواړه نه يواځې د يو ځوان له جسمي سلامتۍ او ودې سره تړاو لري، بلکې ذهني او فکري فعاليتونه يي هم تر ډېره حده ورسره تړلي دي.

نوې ځواني او خواړه
که چېرې نويوځوانانو ته ښه خواړه ونه رسيږي، بدن يې عمومي کمزورتيا پيدا کوي.

روغتيايي څېړنو ښودلې، چې دکورنيو لخوا نويوځوانانوته دپروخت او مناسبو خوړو تيارول دهغوی دروغتيا او جسمي پياوړتيا ضامن کيدلی شي.

ددې لپاره، چې نوي بالغ ځوانان دنورو خلکو په پرتله ډېره انرژي لګوي او ترڅنګ يې جسمي وده هم په همدې پړاو کې صورت مومي، لازمه ده ، چې هغوی د راز، راز ويټامينونو لرونکي خواړه وخوري.

د خولې بد بویروغتيا او ژوند
د خولې بد بوی
د ماشوم خوارځواکيروغتيا او ژوند
د ماشوم خوارځواکي
دستنې لګولروغتيا او ژوند
دستنې لګول
هډيروغتيا او ژوند
هډي
د ملاريا د دارونا مکمل دوز روغتيا او ژوند
د ملاريا د دارو نا مکمل دوز
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>