BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:23 گرينويچ 2010 ,27 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د ماشوم خوارځواکي

د ماشوم خوارځواکي
خوارځواکی ماشوم ژر وږی کيږي، مېندوته ښايي هغوی ته ژر،ژر خپلې شيدې ورکړي.
ډاکتران د زېږون پرمهال د ماشومانو د مړينې يو ستر لامل دماشوم خوار ځواکي او دهغه د وزن کموالی بولي، چې ارثيت،د وينې کموالی ا و لوړ فشار يې هم عمده فکتورونه دي.

ددې ترڅنک په کم عمر کې دنجونو واده ، په مخدره توکو روږدېدل اودمېرمنو رواني ناروغۍ دماشوم په وزن ناوړه اغېز لري.

که مېندو ته دامېدوارۍ په موده کې مناسب خواړه ونه رسيږي، ماشوم يې دجوړښت پرمهال سمه وده نه کوي او خوارځواکی نړۍ ته سترګې غړوي.

داچې خوارځواکی ماشوم چاته ويلی شو، دکابل درابعې روغتون دنسايي ولادي ناروغيو متخصصې ډاکترې روزا تقدير داسې وويل:

"کله چې د زيږون پر مهال دماشوم وزن له دوه نيم کيلوګرامونه کم وي، خوارځواکی يې بولي. د داسې ماشومانو دبدن پوستکی ګونځې، ګونځې وي.

ددې ترڅنګ هغوی دخپلې مور شېدې سمې نشي رودلی ، بدن يې تودوخه ژر له لاسه ورکوي او په تنقسي ناروغيو اخته کيږي."

دماشوم خوارځواکي
که امېدواره ميندوته ښه خواړه ونه رسيږي، ماشوم يې خوارځواکی نړۍ ته سترګې غړوي.

خوارځواکی ماشوم د وينې د کم قند په لرلو سره ژر وږی کيږي. ميندوته ښايي چې ژر، ژر هغوی ته خپلې شېدې ورکړي.

ددې لپاره، چې ماشوم مو په خوارځواکۍ اخته نشي، لازمه ده، چې دامېد وارۍ په موده کې پخپلو خوړو کې لوبيا، دال، نخود، شيدې، مستې، هګۍ، ترکاري اوتازه ميوه ورزياته کړئ.

دستنې لګولروغتيا او ژوند
دستنې لګول
هډيروغتيا او ژوند
هډي
د ملاريا د دارونا مکمل دوز روغتيا او ژوند
د ملاريا د دارو نا مکمل دوز
تر زېږون وروسته خونريزيروغتيا او ژوند
تر زېږون وروسته خونريزي
 د تريخي مکروبي کېدل روغتيا او ژوند
د تريخي مکروبي کېدل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>