BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:16 گرينويچ 2011 ,02 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د خولې بد بوی

د خولې بد بوی
که د غاښونو دبرس پرمهال دوريو شاوخواسم پاک نشي خوله بدبوي پيدا کوي.
ځينې خلک دخولې دبدبوی د درلودلو له امله له نورو نه ځانونه ليرې ساتي اوياهم نور نه غواړي، چې له داسې کسانو سره له نېږدې په تماس کې و اوسې.

روغتيايي کارپوهان دخولې دبدبوی لاملونه د غاښونو پاک نه ساتل، دسګرټو، نسوارو اونورو نشه يي توکو عمل بولی.

ددې ترڅنګ دخولې وچوالی، دعمر پوخوالی، دمصنوعي غاښونواو وريواېښودل، لوږه اوځينې نورې ستونزې هم دخولې دبدبويۍ سبب کيږي.

خو کلاخان دکندهار ولايت اوسيدونکی پنځه وخته مسواک کاروي، سګرټ، نسوار اوبل عمل هم نلري، خوبيا يې هم خوله بد بوی لري.

په کابل کې د ابن سينا عاجل روغتون د داخله ناروغيو متخصص ډاکتر رفيع الله دداشان ستونزو د پيدا کېدو په اړه وويل:

"د انسان په معده کې دايچ پايلوري په نوم ديو ډول ميکروب پيدا کېدل هم معده مکروبي او په پايله کې يې د خولې بدبوی رامنځته کيږي."

دخولې بد بوی
په معده کې دايچ پايلوري په نوم د ميکروب پيدا کېدل هم دخولې دبد بوی لامل کيږي.

که د غاښونو دبرس پرمهال دژبې پورتنۍ برخه او دوريو شاوخواسم پاک نشي خوله بدبوي پيدا کوي.

دالکولي مشروباتو خوړل هم دمعدې ټپ پيدا او ورسره دخولې بد بوی رامنځته کوي. همدا راز پخپل سر دارو خوړل دمعدې دټپ لامل کيدای شي، چې وروسته دخولې دبد بوی لامل کيږي.

دستنې لګولروغتيا او ژوند
دستنې لګول
هډيروغتيا او ژوند
هډي
د ملاريا د دارونا مکمل دوز روغتيا او ژوند
د ملاريا د دارو نا مکمل دوز
تر زېږون وروسته خونريزيروغتيا او ژوند
تر زېږون وروسته خونريزي
 د تريخي مکروبي کېدل روغتيا او ژوند
د تريخي مکروبي کېدل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>