BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:40 گرينويچ 2011 ,05 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: اپنډکس

اپنډکس
داپنډکس په ناروغ دزيات وخت تېرېدل داپنډکس دکولمې دچاودلو ګواښ له ځان سره لري.
اپنډکس(اپنديسيت) يوه مکروبي ناروغي ده، چې د اپنډکس کولمې د مکروبي او ګزک کيدو له کبله رامنځته کيږي.

د اپنډکس کولمه ګۍ د غټو کولمو د پيل له برخې سره د يوه ځونډي په بڼه تړلې ده. ځينې خلک داپنډکس ناروغي په خوړلوپورې اړوندبولی.

نجيب الله، چې د اپنډيسيت ناروغ دې ،د کېلې دجوس څښل يې د خپلې ناروغۍ لامل وګاڼه.

خو ډاکټرحبيب الرحمن دجراحۍ متخصص د اپنډکس ناروغي په هغه خوړو پورې تړلې نه بولي، چې ناروغ په نېږدې وخت کې خوړلي وي.

کله چې د اپنډکس کولمې خوله د کومې دانې، ياد مېوې د زړې په واسطه بنده شي، د اپنډکس افرازات دننه بند پاتې کيږي.

ددې کار په پايله کې داپنډکس کولمه مکروبي کيږي. پدې حالت کې انسان ته د خيټې درد ، استفراغ ) ،تبه اوبي اشتهايي پيدا کيږي.

ددې ترڅنګ په ځينو حالاتو کې دناروغ د بدن په ښي اړخ کې د درندوالي احساس هم د اپنديسيت د ناروغۍ نښې کيداې شي .

داپنډکس په ناروغ دزيات وخت تېرېدل داپنډکس دکولمې دچاودلو اوپه خېټه کې دهغې دمکروب دخپرېدوګواښ ډېروي.

اپنډکس
د اپنډکس کولمه ګۍ د غټو کولمو د پيل له برخې سره د يوه ځونډي په بڼه تړلې ده.

ددې کار په پايله کې بيا ناروغ درېيو مياشتودرملنې او دوه ځلي عملياتو ته اړتيا لري.

داچې څرنګه کولای شوددې ناروغۍ نه ځان وساتو،ډاکتران يې وقايه ستونزمن بولي، خو لارښوونه کوي، چې مېوې دې له زړو سره نه تېروي.

د اومو مېوو نه خوړل اوپه مالګينواوبو دسابو او مېوو مينځل هم ددې ناروغۍ په مخنيوي کې ګټور تماميږي.

ژبۍروغتيا او ژوند
ژبۍ
د غوږ ګزکروغتيا او ژوند
د غوږ ګزک
د غوږ ګزکروغتيا او ژوند
د غوږ ګزک
نوې ځواني او خواړهروغتيا او ژوند
نوې ځواني او خواړه
د خولې بد بویروغتيا او ژوند
د خولې بد بوی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>