BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:20 گرينويچ 2011 ,21 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: چُره

چُره
دچُرې ډېری پيښې يې د نامه شاوخوا اودخېټې په لاندينۍ برخې کې ليدل کيږي .
چُره (هيرنيا) هغه حالت دې، چې د انسان د پوستکي لاندينۍ پرده شلېدلې او ورلاندې غړي يې د پوستکي منځ ته ننوتلي وي .

چُره د بدن په هرې برخې کې پيدا کيداې شي، خو ډېری پيښې يې د نامه شاوخوا اودخېټې په لاندينۍ برخې کې ليدل کيږي .

د جلاآباد ښار اوسيدونکي، عبدالعزيز باندې دشيشود رالوېدلو د ضربې له کبله دنامه چُره پيداشوې وه.

داچې چوره ولې رامنځته کيږي،په اړه يې دکابل داندراګاندي روغتون دجراحۍ متخصص ډاکترمحمد حنيف تسل وويل:

ټول هغه کارونه، چې په خېټه فشار واردوي دچُرې دپيدا کېدو لامل کيدای شي، لکه له خپل توان نه دډېر وزن پورته کول او ډېر زور وهل.

ددې ترڅنګ د تنفسي ناروغيو له امله پرله پسې ټوخی، د ادرار ډېربندښت او قبضيت هم د دې ناروغۍ لامل کيدای شي.

په ماشومانو کې د چُرې ناروغي ډېری وخت د خيټې دپردې له کمزورتياڅخه رامنځته کيږي.

چُره
دچُرې ناروغي په ماشومانوکې ډېری وخت دخېټې دپردې دکمزورتياله امله پيدا کيږي.

د خيټې د يوې برخې درد او د وخت په تېريدو سره د هماغې برخې پړسوب دچُرې له نښوڅخه دي. چُره په پيل کې کوچنۍ او درد يې ډېر وي.

دوخت په تېرېدوسره يې درد کم او پړسوب يې ورو، ورو ډېريږي. هر څومره چې د چُرې اندازه غټيږي، په هماغه اندازه يې د عمليات ټپ هم ستر او ستونزمن وي .

توره ټوخلېروغتيا او ژوند
توره ټوخلې
اپنډکسروغتيا او ژوند
اپنډکس
ژبۍروغتيا او ژوند
ژبۍ
د غوږ ګزکروغتيا او ژوند
د غوږ ګزک
د غوږ ګزکروغتيا او ژوند
د غوږ ګزک
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>