 | | | له حاجت وروسته دې له لوټې،تېږې يابل مکروبي شي له کارولو په کلکه ډډه وشي. |
انسان چې کله پاخه عمر ته رسيږي، د بدن د کمزورتيا اويوشمېر نورو لاملونو له کبله دنورو ناورغيوترڅنګ دتشومتيازودبندېدوله ستونزې سره هم مخ کيدای شي. دکابل اوسېدونکې، چې شپېته کاله عمر لري، په مثانه کې دتيږې دپيداکېدوله امله يې تشې متيازې بندې شوې وې. ددې ناروغۍ دپيداکېدودلاملونوپه اړه دکابل په ابن سينا روغتون کې دداخله ناروغيو متخصص ډاکترمحمد عظيم صميم وويل: "د عمر په تېرېدو د انسان د بدن د غړو په فعاليتونو کې يولړ توپيرونه رامنځته کيږي، چې له امله يې د تسترون هورمون افرازات کم او زيات کيږي. ددې کارپه پايله کې د پروستات غده پړسيږي، چې د تشومتيازو د وتلو لاره بندوي. دشکرې ناروغي، د وينې لوړفشار، په ګرده يا مثانه کې ميکروب، تيږ ه او خيرې دتشو متيازو دبندېدو ستونزه رامنځته کوي." ددې ترڅنګ نامشروع اړيکې، دتناسلي آلې مکروبي کېدل، سوزاک او ځينې نور هم ددې ستونزې دپيداکېدو لاملونه کيدای شي.  | | | دشکرې ناروغي، د وينې لوړفشار، په ګرده يا مثانه کې ميکروب ياتېږه تشې متيازې بندوي. |
ددې ناروغۍ دمکروب دپيداکېدو د مخنيوي لپاره دې له حاجت وروسته له لوټې،تېږې يابل مکروبي شي له کارولو په کلکه ډډه وشي. دتشومتيازودبندېدودناروغۍ ځينې نښې نښانې عبارت دي له : د تشومتيازوبندېدل، دزړه بدوالی، دټول بند پړسوب اونور. دې ډول ناروغانوته ښايي، چې اوبلن خواړه ډېر وخوري، له زياتې مالګې اوزياتو خوږو ډډه وکړي. |